نړیوال خبرونه

دمریم سما او رحماني ناندرۍ

مریم سما او رحماني ناندرۍ د پارلمان غړې مریم سما پرون د دې جرګې د عمومي غونډې پرمهال د یادې جرګې مشرمیر رحمان رحماني په خیانت تورن او له ریاست څخه یې د استعفا غوښتنه وکړه.نوموړې وویل د رحماني څرګندونې غیر مسولانه د.او باید په دې اړه ملت ته ځواب ورکړي.

مریم سما رحماني ته په خطاب کې وویل، چې د سولې کمیټې په نوم یې د ولسي جرګې له ادرسه یوه فرمایشي ډله ورته جوړه کړې او ځان یې د کمیټې مشر ټاکلی. د مریم په خبره، رحماني د موقت حکومت د ملاتړ په اړه د کنفرانس په تړاو باید ملت ته روښانه کړي، چې دا کار یې د کومې ډلې یا بهرني هیواد په اشاره کړی و.آغلې سما، د میر رحمان رحماني یاد شوی کار د ولسي جرګې له ریاست او دغه راز ملت سره خیانت یاد کړ.

هغې له رحماني وغوښتل، چې که د موقت حکومت د غوښتنې حساسیت او هیواد ته د بربادۍ د تجربې په تاوان نه پوهیږي، له دندې دې استعفا وکړي.د سما په خبره، رحماني باید ومني، چې پرون یې د بهرنیانو په اشاره یادې خبرې کړې وې، ځکه په دې کار پښېمانه کیدای نه شي.

img 20210203 164551
مریم سما

بلخوا بیا میر رحمان رحماني، چې د ولسي جرګې غونډې مشري یې کوله او پکې حاضر و، مریم سما ته د خبرو له پای ته رسیدو وروسته یې وویل خدای دې وکړي مریم صاحب، دا دې خپلې خبرې وي، د چارو د ادارې خبرې نه وي.بېرته هغې په ځواب دغه غبرګون ته غلې پاتې نه شوه او زر یې رحماني ته په خطاب کې وویل زه ملي خیانت نه کوم، ښه ده که چارو ادارې، امنیت شورا یا حکومت په خوله خبرې وکړم.

د پارلمان یو شمیر نورو وکیلانو هم پر میر رحمان رحماني ورته تورونه پورې کړل.یو شمیر وکیلانو هغه د موقت حکومت د ملاتړ له کبله د ایران او پاکستان په پلوۍ تورن کړ، خو رحماني وویل، چې دی له ۴۰ کلونو راپدېخوا د پاکستان خلاف جنګ کړی دی.هېره دې نه وي چې رحماني لا هم په دې اړه پوره وضاحت ندی ورکړی۔

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button