لوبې خبرونه

دهوني اداکاری ته هم مخه کړه

دهوني اداکاری ته هم مښه کړه.د هند کرکټ ملي ټیم پخوانى لوبډلمشر یا کپتان او چټک توپوهونکى مهيندر سينګ دهوني اوس اداکاري هم پيلوي او نوموړى به په (کپتان ٧) کې کار وکړي.نوموړی تکړه او با استعداه کرکټر وو.

د هندي ميډیا د راپورونو له مخې پخوانى لوبډلمشر یا کپتان به د (کپتان ٧) په نوم د جاسوسي لړۍ په يو وېب سريال کې اداکاري وکړي، چې دا به يې لومړى ځل وي چې نوموړى به اداکاري کوي.نوموړي د دې نه وړاندې هیڅ کله په دې سکتور کې کار ندی کړي او نوموړي ټول وخت کرکټ ته ورکړی وو خو هغه به اکثره فلمونه هم کتل.

باید وویل شي چې په راپورونو کې دا نه دي ويل شوي چې (کپتان ٧) د مهيندر سينګ دهوني په ژوند جوړېږي او که په کرکټ، خو داسې ښکاري چې دا به کوم د جاسوسۍ لړۍ وي.دا وېب سريال د مهيندر سينګ دهوني په خپل پروډکشن (دهوني پروډکشن) کې جوړېږي، چې دوى يې په رسمي ډول خبر هم خپور کړى دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دې لړۍ لومړۍ برخه به په ٢٠٢٢ کال کې خپره شي. اوسمهال د دې وېب سريال لپاره د داکارانو په اخيستو کار روان دى.خو نوموړی وای چې په دې برخه کې به ښه ځان ورسوي او هڅه به وکړي چې خپلو مینه والو ت ښه فلم جوړ کړي.

دهوني 1

هېره دې نه وي چې مهيندر سينګ دهوني تېر کال له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، خو نوموړى اوس هم په اى پي ايل کې لوبېږي او د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر دى.نوموړی وای چې څومره ېې وس کیږي کرکټ سره به هم ځان مصروف وساتي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button