نړیوال خبرونه

دوحه: دڅو ورځو ځنډ وروسته یو ځل بیا د طالبانو او حکومت د تماس ډلوخپلمنځي مزاکراتو په اړه خبرې کړي

دوحه: څو ورځني ځنډ وروسته یو ځل بیا د دواړو ټیمونو د تماس ډلو د خپلمنځي مزاکراتو په اړه خبرې کړي. دوحه کې د طالبانو او له کابله د تللي مذاکراتي ډلې د تماس ډلو له نږدې یوې اوونۍ ځنډ وروسته تېره شپه یو ځل بیا ناسته کړې او د اختلافي موضوعاتو په حقله ېې بحث کړی.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم وردک ویلي ، جلسه ماښام شپږ بجې شاوخوا ترسره شوه او په مهال یې د کاري اصولو يا طرز العملونو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې،د نعیم په خبره، دا ډول ناستې به دوام ولري تر څو يو نهايي توافق رامنځ ته شي او بيا د مذاکراتو د اجنډا په اړه بحثونه پيل شي.ورته مهال له کابله د تللي پلاوي ویاند «نادر نادري» هم ناسته تاید کړه او په خبره يې د تماس د ډلو تر منځ به دا بحثونو لړۍ به نور هم دوام وکړي.

یاده ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې په د دواړو لورو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې سختې شوي دي چې له امله یې نږدې یوه اوونۍ ناستې ځنډ سره مخ وې خو د دواړو ټيمونو لخوا ېې یو ځل بیا دوام وکړ. طالبان ټینګار لري چې په بین الافغاني مذاکراتو کې کېدونکې پرېکړې باید ددوی او امریکايي لوري تر منځ د شوي توافق پر بنسټ وي.

خو افغان پلاوی بیا د مشورتي لویې جرګې پرېکړې او د افغانستان او امریکا تر منځ صادره شوې اعلامیه د پرېکړو بنسټ بولي. دويي وايي چې د بین الافغانی مزاکراتو بنسټ باید لویه جرګه وي چې په همدې خبره فعلن اختلاف دی او څو ورځې حبرې هم ځنډ سره مخ وې. او د افغانان ېې د سولې خبرو نه نا هیلي کړي وو.

د طالبانو په وینا ، د مقابل لوري د مذاکراتي ټیم له څرګندونو او نه دلچسپي ښکاري، چې هغوی وخت ضایع کوي او نه مشکلات نه حل کوي. دويي وايي چې سولې ته د حکومت ټینګه اراده نشته او غواړي چې د سولې خبرې ځنډ سره مخ شي ترڅو دويي ته فرست پیدا شي چې خپل اهداف سر ته ورسوي.دويي زیاته کړه چې مهالفه ډله دې افغانان نه ناهیلي کوي.

اوس وخت رارسېدلۍ دۍ چې باید دواړه لورې کیني او خپلمنځي اختلافات له منځه یوسي او داسې یو ميګانېزم باندې دې کار وکړي چې افغانستان پکې واقعي سولې ته ورسېږۍ ځکه افغانان د دېر وخت راهیسې په جنګ اخته دي. او لس نور د جنګونو نه شوۍ دی . که دواړه لورې غواړي چې د ولس هیلو ته وګورٍي او ارمان ېې پوره کړي نو باید دواړه لورې شخصي ګټې دې شاته واچوي او افغانستان کې دې دایمي سولې ته کار وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button