نړیوال خبرونه

دوحه کې د افغانستان سفیر د ورپېښې ناروغی له کبله وفات شو

دوحه کې د افغانستان سفیر د ورپېښې ناروغی له کبله مړ شوه په قطر هېواد کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.نوموړی د ډېر وخت راهیسې په دغه مرض اخته او پرون راهیسې قطر کې په یو روغتون کې بیستر وو.

د خارجه چارو وزارت یوې باوري سرچینې رسنیو ته ددې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې پر دلیلي پرون غرمې راهیسې د زړه حمله راغلې د کومې له امله چې نوموړی په روغتون کې تر درملنې لاندې ؤ.د سرچینې په خبره د ډاکټرانو د هڅو سربیره نن د سه شنبې په سهار سفیر عبدالحکیم دلیلي د دوحې په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.قطر لومړنی خلیجي هېواد دی چې په ۲۰۱۳م کال کې طالبانو د خپل سیاسي دفتر لپاره خوښ کړی.

د هغه تاریخ راهیسې تر نن پورې طالبانو سره د امریکايي او ګڼو نورو هېوادونو د دیپلوماتیکو ناستو کوربتوب په غاړه لري.ددې ترڅنګ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې مذاکراتو ۱۸ پړاوونو کوربتوب سربیره اوس وخت کې د بین الافغاني مذاکراتو تسهیل کوونکي په توګه رول لوبوي.

ښاغلی عبدالحکیم دلیلي د ۲۰۱۹ کال له فبرورۍ میاشتې څخه په قطر هېواد کې د افغانستان د سفیر په توګه ګومارل شوی ؤ، چې له کابو دوه کاله دندې وروسته نن سهار په روغتون کې ومړ.نوموړی یو له تکړه ډېپلوماټانو څخه وو او هر وخت ېې هڅه کوله چې د وطن لپاره د خیر کار وکړي. او خپله وظیفه په سمه توګه سره ته ورسوي.

د نوموړی په مړینه ډېرو سیاسیونو او مشرانو د خواشینی پیغامونه نشر کړي دي.په همدې لړ کې د مصالحې شورا څخه خپره شوې خبر پاڼې کې هم نوموړي په مړینه غمشریکي ښکاره شوې او ویلی ېې دي چې ښالی دلیلي یو له ښه ډېپوماټانو څخه وو همداراز ارګ هم اعلامیه کې ویلي ښاغلی عبدالحکیم دلیلي د هیواد او ولس د رښتیني خواخوږي او خدمتګار په توګه په قطر هیواد کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ډېر ښه استازیتوب وکړ.

دوحه کې د افغانستان سفیر د ورپېښې ناروغی له کبله مړ شو
دوحه کې د افغانستان سفیر د ورپېښې ناروغی له کبله مړ شو

قطر هیواد ته په وروستي رسمي سفر کې قطري مقاماتو، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي او په یاد هیواد کې مېشتو افغانانو بار بار د نوموړي د ښو کړنو او خدمتونو یادونه او ستاینه راته وکړه، د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button