نړیوال خبرونه

دولسمشر غني او عبدالله په هدایاتو سلګونه میلیونه افغانۍ له ۹۱ کود څخه اجرا شوي

دولسمشر غني او عبدالله په هدایاتو سلګونه میلیونه افغانۍ له ۹۱ کود څخه اجرا شوي. حکومت د ولسمشر اشرف غني او د پخواني اجرائيه رییس عبدالله عبدالله په امر د ملي بودیجې له ۹۱ کوډ څخه زرګونه میلیونه افغانۍ په غیر اصولي ډول د شخصي مصارفو، مرستو او انعاماتو په نامه اجرا شوي دي.

یوه سرچینی ښيي، چې سلګونه میلیونه افغانۍ د زري موټرونو او اپارتمانونو د پېرلو، د کورونو د کرایو، د سفرونو او میلمستونونو د مصرف، تشویقي انعاماتو، ګوندي غونډو جوړولو، درملنې او  داسې نورو نومونو په غیر اصولي ډول اخیستل شوي دي. .د معلوماتو په اساس، د ۹۱ کوډ یوه ستره برخه د مسجدونو د جوړولو، د لویې جرګې د مراسمو د رابللو، د ملي امنیت د اوپراتیفي کارونو او د قومي شخړو د هوارولو د مصارفو او د خپلواکۍ د ورځې لمانځلو په پلمو اجرا شوي

میلیونونه افغانۍ نورې بیا د «پټو مصارفو» تر نامه لاندې په مبهمو نومونو او ادرسونو له ۹۱ کوډ څخه وړل شوې دي.دغه میلیونونه افغانۍ د اشرف غني د ۱۹۷ او د اجرائيه رییس د ۹۵ حکمونو په اساس د ۲۵ ادارو او بېلابېلو افرادو ته ورکړل شوې دي.د حکومت له یو شمېر مشهورو چارواکو څخه یوازې ۱۵ تنو یې تر ۱۲۳ میلیونه زیاتې افغانۍ د خپلو شخصي مصارفو لپاره له ۹۱ کوډ څخه ایستلې چې له ډلې یې وحید عمر۳۰ میلیونه افغانۍ، عمر داوودزي ۱۳ نیم میلیونه افغانۍ، فضل محمود فضلي ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ، سرور دانش ۵ میلیونه افغانۍ او همدارنګه حامد کرزي بیا د خپل دفتر په نامه تر ۱۱ میلیونه زیاتې افغانۍ اخیستې دي.

محمدافضل لودین، محمدرسول طالب، عبدالغفور لیوال، احمدیوسف نورستانی، سمیع حامد، شاه‌حسین مرتضوي، شهزادگل آریوبی، صدیق صدیقي، فیض‌الله ذکي او غزال حارس نور هغه چارواکي دي چې میلیونونه افغانۍ ورته له ۹۱ کوډ څخه ورکول شوې دي.

همداراز اشرف غني او عبدالله خپلو نږدې کسانو ته هم میلیونونه افغانۍ د مرستې په نامه ورکړې دي، چې له ډلې يې عبدالله ۱۷ میلیونه او اشرف غني ۴ میلیونه افغانۍ اجرا کړي دي.

دولسمشر غني او عبدالله په هدایاتو سلګونه میلیونه افغانۍ له ۹۱ کود څخه اجرا شوي
دولسمشر غني او عبدالله په هدایاتو سلګونه میلیونه افغانۍ له ۹۱ کود څخه اجرا شوي

حکومت د نړیوالو مرستو د جلب لپاره له فساد سره د مبارزې کمېسیون هم په کار ګمارلی او له نړیوالو سره یې ژمنه کړې، چې له اداري فساد سره به جدي مبارزه کوي.خو په عمل کې اصل کې چارواکي خپله د دولت خزانې نه پیسې په یو او بل نو اجرا کوي او د غریب ولس ته په سترګو کې خاورې اچوي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button