لوبې خبرونه

دويراټ د واده کليزه

دويراټ کو د واده کليزه د انډیاکرکټ ملي کرکټ ټیم کپتان ويراټ کوهلي او د هندي فلمونو د مشهورې هنرمندې انوشکا شرما د واده دريمه کليزه ده.کوهلي د خپلې کلیزې په اړه سوشل میډیا کې لیکلي چې درې کاله مو تېر شو او غواړو چې ټول عمر يو ځاى تېر کړو.

ښاغلی کوهلي اوسمهال په اسټراليا کې دى، چېرته چې د هند او اسټراليا ترمنځ نن د ټېسټ لوبو لړۍ پيل شوه، خو مېرمن يې انوشکا شرما بيا په هند کې ده.ويراټ کوهلي په ٢٠١٧ کال کې د دسمبر په ١١مه نېټه له مشهورې هنرمندې انوشکا شرما سره واده کړى و، د دوى واده په ايټاليه کې شوى و، چې وروسته يې بيا په هند کې هم د واده لپاره يو پروګرام نيولى و، ځکه ايټاليا کې د دوى په واده کې يوازې د کورنيو غړو او نږدې ملګرو ګډون کړى و.

نوموړي انسټاګرام کې د واده په اړه يو پوسټ کړى دى او همدا راز د خپل واده يو عکس يې هم خپور کړى دى. هغه ته په ټولنيزو رسنيو کې ډېرو خلکو د واده د دريمې کليزې مبارکي هم ورکړې ده.بل لوري ته انوشکا شرما هم په انسټاګرام کې د ويراټ کوهلي سره يو عکس خپور کړى دى او د واده د دريمې کليزې په ورځ يې ليکلي دي، چې د دوى د واده درې کاله پوره شو او ډېر ژر به دوى هم درې شي.

دويراټ د واده کليزه
دويراټ د واده کليزه


د اګست په مياشت کې ويراټ کوهلي په ټولنيزو رسنيو کې خبر ورکړى و، چې مېرمن يې حامله ده او د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په مياشت کې به دوى له ٢ څخه ٣ شي.ويراټ کوهلي چې اوسمهال په اسټراليا کې دى،

ښاغلی کوهلی د اسټراليا پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې چې نن پيل شوه ترسره کولو وروسته به بېرته هند ته راستون شي. هغه اسټراليا ته له تګ مخکې د هند کرکټ بورډ ته ويلي و، چې غواړي په دې وخت کې له خپلې مېرمنې سره يو ځاى وي،کوهلي د ښه پلیر سره سره د ښه اخلاقو خاوند هم دی.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button