نړۍ خبرونه

دچین ولسمشر د امریکا نوي ولسمشر ته د بریا مبارکي ورکړې ده

دچین ولسمشر د امریکا نوي ولسمشر ته د بریا مبارکي ورکړې ده.وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرال ادارې د پرېکړې پر اساس په رسمي توګه منتخب ولسمشر جو بایډن ته د واک د لېږد سره توافق وکړ. د چین ولسمشر شي جین پېنګ جو بایډن ته ټاکنو کې د بریا مبارکي اوویله

د سر چینیو له مخې شي جین پېنګ جو بایډن ته په استول شوي پیغام کې هیله څرګنده کړې چې چین او امریکا د نړۍوالې ټولنې له هیلو سره سمې او د دواړو هېوادونو له منافعو سره همغږې اړیکې ولري.د چین د بهرنیو چارو وزارت مخکې جوبایډن ته مبارکي ورکړې وه؛ خو د چین ولسمشر تر اوسه انتظار و، ځکه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ لاهم د ټاکنو پر پایلو انتقاد درلود او محکمو ته یې مخه کړې ود دونالد ټرمپ په څلور کلنه دوره کې د واشنګټن او بیجینګ اړیکې د تیرو څو لسیزو په پرتله په ډیر خطرناک وضعیت کې شوې

ددواړو هېوادونو د سوداګریزو موضوعاتو څخه نیولې تر تکنالوژۍ، هانګ کانګ او کروناویروس پورې مسایلو باندې مناقشې په کې شاملې دي.بلخوا بیا شي جین پېنګ د نړۍ له مهمو مشرانو څخه وروستی یو دی چې بایډن ته‌ یې مبارکي ورکړه، خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر اوسه مبارکي نه ‌ده ورکړې.پوتين ویلي، جوبايډن د امريکا د نوي ولسمشر په توګه نه مني او له همدې امله يې تر اوسه مبارکي هم نه ده ورکړې.

پوټین ویلی نوی امريکايي ولسمشر به هغه وخت مني چې د هغه مخالفه ډله هم ورسره خپله ماتې ومني.د پوتين په خبره، هر څوک چې د امريکا د خلکو له خوا وټاکل شي، دی ورسره همکاري کوي، خو تر اوسه جو بايډن د ولسمشر په توګه نه مني.ټرمپ د فدرال ادارې د پرېکړې پر اساس د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول اجازه ورکړه چې د بایډن ادارې ته دې واک انتقال شي.او خپل حکومت دې جوړ کړي.

دچین ولسمشر د امریکا نوي ولسمشر ته د بریا مبارکي ورکړې ده
دچین ولسمشر د امریکا نوي ولسمشر ته د بریا مبارکي ورکړې ده

د ډسمبر په ۱۴مه به د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ رسمي نتیجه اعلان شي او بیا به نوی منتخب ولسمشر جو بایډن د جنوري په ۲۱مه د لوړې مراسم ترسره کړي.د یادونې وړ ده چې دبایډن حکومت سولې لپاره هم مهم دی چې هغه به د افغان سولې په هکله څه ډول دا به وخت ثابت کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button