لوبې خبرونه

دکرکټ بورډ چيرمن فرهان یوسفزی نني خبري کنفرانس کې څه ویلي؟

:دکرکټ بورډ چيرمن فرهان یوسفزی نني خبري کنفرانس کې څه ویلي؟ د APL قضیه چې له تير دوه کاله راهيسي په لندن کې روانه وه، افغان کرکټ بورډ وګټله. یاده قضیه کې ښکیل کسان به ډير ژر څارنوالۍ معريفي شي.

هغه اوازی چی وايی کرکټ بورډ له مالي بحران سره مخ دی بلکل بی بنسټه دي، او همدارنګه دجولای په مياشت کې به د کرکټ بورډ بوديجه کی د اي سي سي له طرفه۶۰٪ زيات والی راشي.راتلوونکو دوو اوونیو کې به د شل اوریز کرکټ لپاره نوی کپتان اعلان کړو.د هغهپه خبره که هر څه کیږي نو د لیاقت او شایستګی پر لحاظ به کیږي او هیڅ چا ته به د بل چا حق خوړلو اجازه نه ورکول کیږي.

fb img 1625046880484

ښاغلی یوسفزي ویل د بااستعداده لوبغاړه د حق خوړلو مخنوي لپاره به د کرکټ بورډ ډیجیټل سیستم نور هم سټانډرډ شي چې ټول افغانان به هرڅه په روښانه ډول ګوري.افغان لوبډله به نیږدې راتلوونکې کې د پاکستان او استرالیا سره نړیوالې سیالۍ ولري.هغه همداراز وویل چې پلان کې لري چې له نورو ټیمونو سره هم لوبې تر سره کړي.


فرهان یوسفزي په ټینګار سره وویل چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان ملي لوبې کرکټ سره خیانت وکړي او چا چې کړی هغوی ته به سخت سزا ورکړل شي.تر څو اینده کې بیا داسې د خیانت نه ډکې کړنې ترسره نه کړي

په پای کې هغه د ملي لوبغاړو ستاینه هم وکړه او وی ویل اوس وخت د دې رارسېدلی چې باید ځوان کل ته وخت او موقع ورکړل شي تر څږ دوی د افغانستام لپاره ویاړونه راوړي او د هېواد خزانې یا عوایدو ته هم ګټه ورسوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button