لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

دکرکټ نوۍ اندازڅنګه دۍ؟

ټي ټونټي. سوپر سيکسز، دي هنډرد او لس اوريزه ليګ نه بعد په کرکټ کې د لوبې يوه نوې انداز هم پکې شامل شوۍ دۍ،اوس به د دوو پر ځاۍ درې لوبډلې په مېچ کې لوبېږي د دغې رلز له مخې به درې لوبډلې سره یو کيږي او هغې نه بعد به لوبه پیل کوي،

د افريقا کرکټ ادرې تهري ټي سي بڼه، يعنې تهري ټيم کرکټ بڼه وړاندې کړې ده، چې په دې کې به د دوه لوبډلو پر ځاى درې لوبډلې په يوه لوبه کې ګډون کوي او هره لوبډله به اته اته لوبغاړي لري.

ددغه هېواد کرکټ بورډ له مخې د دې ډول اوله لوبه به د جون په ٢٧مه نېټه د اې بي ډيويليرز، کاګيسو رباډا او کوانټين ډي کوک په لوبډلمشرۍ د درې لوبډلو ترمنځ ترسره شي. په دې لوبه کې به د سويلي افريقا ٢٤ لوبغاړي ګډون کوي، دا به ٣٦ اوره لوبه وي، چې ١٨ اورونه به په لومړۍ نيمايي کې او ١٨ اورونه به په دويمه برخه کې ترسره کېږي.

د کرکټ نوې بڼه

هر ټيم به اته اته لوبغاړي لري او ١٢ اورونه توپوهنه به کوي. له ١٢ اورونو څخه به ٦ اورونه په لومړۍ برخه کې ترسره کوي او پاتې ٦ اورونه به په دويمه برخه کې د بلې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

که چېرته د يوې لوبډلې ٧ لوبغاړي وسوځېدل، نو اتم لوبغاړى به يوازې توپوهنه کوي، خو هغه به يوازې څلوريزې، شپږيزې او دوه منډې ترلاسه کوي.دا انداز سره خلکو بلد تیا نشته چې کله پیل شي او خلک ېې مستقیم او د ټي وي له لارې اوګوري نو بیا به ورته تجربه ورته وشي،

مېچ کې به ټيم په درې پوزيشنو کې وي، د توپوهنې برخه، د توپ اچونې برخه او ډګ اوټ برخه. په لومړۍ برخه کې به کومه لوبډله کومه دنده ترسره کوي، د دې لپاره به پچه اچول کېږي او په دويمه برخه کې به بيا د لومړۍ برخې د منډو ترلاسه کولو په حساب هره لوبډله خپل پوزيشن ګوري،

په دې مېچ کې به هرې لوبډلې ته مډالونه ورکول کېږي، خو که چېرته د دوه لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي شوه، نو هغوى به بيا سوپر اور ترسره کوي او که چېرته د درې واړه لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي شوه، نو بيا به درې واړه لوبډلې د طلا مډال ترلاسه کوي.

کرکټ چې نړۍ کې یوه مشهوره لوبه ده باید اول اي سي سي د کرکټ اندار په اړه د کرکټ مينه والو ته معلومات ورکړي او د سوشل ميډیا په شمول ټي وي او له نورو لارو مينه والو ته اګاهي ورکړي اوبیا په نړیواله سطحه باندې ولووبوي، د بازۍ راپورونو له مخې دغه نوۍ انداز به ډېر هټ شي او شاید خلک ېې ډېر خوښ کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button