نړیوال خبرونه

دکورونا ويروس مختلفواجتماعي شبکو شرکتونوته ۱.۳ ټریلیونه ډالره نقصان ورساوه

کورونا ويروس په بزنیسونو ډېر زيات اثر کړی، البته دا اثر تر ډېره مطلق منفي دی، په ځانګړي ډول هغه ځايونه چې ګټه یې له بیروبار څخه وي، د مثال په ډول د سينما سکتور د نوي کورونا ويروس تر ټولو لوی قرباني دی، البته ډيجيټل سينما لکه نېټ فلکس بيا په دې ورځو کې تر نورو ډېر په کش کې روان دی، په ټوله نړۍ کې خلک په خپلو کورونو کې بند دي او بيرون ته نه وځي، نو د وخت تېرولو يو تر ټولو ښه څيز فلم کتل دي.

د سینما د سکتور ترڅنګ د هوټلونو وضعيت هم خراب ښکاري، اوس چې خلک له کور څخه بيرون ته نه راوځي نو د رسټورانټ او هوټل غوندې ځايونو سرنوشت هم معلوم نه دی، د دوی څخه ډېری یې کرايه ورکوي، په دې وخت کې د هوټل څښتن خپله کرایه غواړي او هوټل واله ته بيا څوک ډوډۍ ته نه راځي، خو د دې ټولو هاخوا نوي کورونا ويروس بيا هغه شرکتونه هم ولړزول چې سرمايه یې د نړۍ د ډېرو هېوادونو له ټولې سرمايې څخه زياته ده.

د دې جملې څخه د څلورو لويو شرکتونو نومونه اخيستلای شو، د اېپل، مايکروسافټ، امازون او ګوګل غوندې شرکتونه چې په وروستیو کې ښه ځلېدل خو دوی هم د کورونا ويروس له تاثیراتو څخه بچ نه شول، د دې څلورو شرکتونو ارزښت ۱.۳ ټریلیونه ډالره راولوېد، د دې څلورو شرکتونو حصې شل څخه تر دېرش سلنه پورې راټیټې شوې، د Alphabet شرکت چې ګوګل یې هم تر چتر لاندې کار کوي ۲۹.۳ سلنه حصې راولوېدې، د مايکروسافټ ۲۶.۹ سلنه، د اېپل ۲۵.۴ سلنه حصو خپل ارزښت له لاسه ورکړ.

دا په دې مانا چې مايکروسافټ په دې جريان کې ۴۰۵.۲ ميليارده زيان کړی، اېپل ۳۷۱.۸ ميليارده او ګوګل هم ۳۱۱.۱ ميليارده ډالره زيان کړی دی، امازون بيا ۲۳۹.۴ ميليارده ډالر زيان کړی، اېپل د کورونا ويروس درامنځته کېدو سره سم خبر ورکړی و چې د دوی د توکو پلورل به کم شي، د دوی د اټکل سره سم د اوس لپاره د اېپل خرڅلاو په بې ساري توګه راټيټ شوی دى.

فېسبوک بیا په دې مرحله کې وروسته له دې چې خپل کار کوونکي کورونو ته ولېږل، دوی هر يوه ته د ۱۰۰۰ ډالرو تحفه هم ورکړه، د دې ترڅنګ فیسبوک دا ژمنه هم کړې چې د کوچنيو شرکتونو سره به سل ميليونه ډالر پور او بلاعوضه مرسته وکړي.

د کورونا ويروس تر اوسه نړۍ ته په مختلفو برخو کې د زيانونو رسولو ته دوام ورکوي، نړيوال په مختلفو هيلو سره د عادي ژوند په تمه دي، د يوې خوا نړيوال اخته دي چې د دې ويروس په ضد واکسين جوړ کړي، د بلې خوا ډېری خلک بيا دې ته لاس تر زنې ناست دي چې اوړی شي هواوې ګرمې شي نو ویروس به په خپله له منځه لاړ شي، که څه هم په ټوله کې ويروسونه په ګرمۍ کې مړه کېږي خو د دې ويروس په هکله تراوسه داسې علمي څېړنه او ثبوت نشته دی، يوازينۍ قطعي هيله چې ده واکسين دی، تر اوسه د دې واکسين په وړاندې ډېری خنډونه له منځه تللي خو په ټوله مانا یې تجاري بازار ته وړاندې کول شايد کم تر کمه يو کال وخت ونيسي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button