نړیوال خبرونه

دګمرکونو ٥٠ فیصده عواید چرته زي؟

دګمرکونو ٥٠ فیصده عواید چرته زي؟ د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست ښاغلی خالد پایند وايي چې په کمرکونو هغه عواید چې نه راټولیږي شخصي جیبونو ته ځي او ورکیږي خو د دولت عوایدو ته نه ځي.

ښاغلي پاینده په خپلو تازه خبري کنفرانس کې ویلي چې ۵۰ سلنه عواید پر مخ ورکیږي او کوم توکي چې افغانستان ته واردیږي اصلي نه دي بلکي دوی داسې اسناد موندلي چې د اصلي جنس پر ځای هېواد ته ناقانونه مواد هېواد ته رازي.محمد خالد پاینده وویل چې د دې ناقانونه مواد راوړلو برخه کې یوازي د ګمرکونو چارواکي او د خصوصي سکتور مسؤلین ملامت دي.

نوموړي د دې مشکلاتو د هواري لپاره د ګمرکونو پرعصري کیدلو ټینګار وکړ او ويې ویل چې ګمرکونه به د دې ستونزو د حل په موخه په جیټلي ترازوګانو، سکن ماشینونو او امنیتي کمامرو سمبال او بیار غونې ته به یې پاملرنه وسي.تر دې دمه مالیې وزارت د ګمرکونو څخه ۲۱۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او په وینا کې يې چې د ګمرکونو اصلاحات میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې دوی يې باید ولري.

د افغانستان د ګمرکونو عواید که په مجموعي توګه ټوله ټول او د دولت خزانې ته جمع شي نو لیري نه ده چې افغانستان به مخ پر وده ملک وو. خو اوس په ګمرکونو او نور اداراتو کې فساد د دې لامل شوی چې هېواد ته پوره مالیات ونه رسیږي او له همدې کبله اوس په ټولو ګمرکونو کې د فساد راپورونه ورکول کیږي.

ګمرکت 750x430 1

هېره دې نه وي چې د هرات د اسلام کلا ګمرک او بیا فرا کې یوه ګمرک کې د اور لګېدنې امله سلګونه موټرونه چې له مالونو ډک وو، وسوځېدل او له دې لارې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر سخت مالي  زیان واوښت هغه مهال هم سوداګرو او شننونکو د داسې ستونزو د مخ نیوي لپاره داصلاحاتو او عصري سازی غوښتنه کړې وه.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button