هنر او ادب

د اجی دیوګن نوی فلم

د بالیووډ د مشهورو اداکارانو اجی دیوګن، تبو او اکشې کهنه (دریشم ټو) فلم په خپریدو سره کمال وکړ. ۳۳ زره ټکټونه ورته وپلورل شول. .

هندي رسنی

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د فلم د ریلیز پرمهال ۳۳ زره ټکټونه پلورل شوي، چې د فلم د منتقدینو له خوا ورته پنځه ستوري ورکړل شوي او فلم د مینه والو له خوا هم تود هرکلی شوی. په دریشم فلم کې اجی دیوګن، تبو او شریا سرن مرکزي رول لوبولی، چې اجی پکې بې سواده وي او د تبو زوی وجی سالګونکر د پولیس افسر په توګه انځور شوی، چې د انتقام په خاطر د اجی دیوګن پر لور تېری کوي، زوی یې مړ کوي او جسد یې له منځه وړي.

نور یی ولوله | راتلونکې یکشنبه قطر کې د فوټبال نړیوال جام پېلیږي

نور یی ولوله | کابلوف افغانستان کې باید ټولګدونه حکومت جوړ شي

اجی دیوګن 

پولیس اجی او د هغه کورنۍ د پوښتنو لپاره د پولیسو مرکز ته لیږدوي، خو له هر ډول شکنجو سره سره دوی ټول یوه خبره کوي او په پای کې ښودل کیږي چې اجی له زندانه خوشې کېږي. اووه کاله وروسته یعنې د فلم په دویمه برخه کې پولیس د وجي سلګونګر د کورنۍ په تعقیب پسې وي او قضیه یو ځل بیا پرانستل کیږي او د پولیسو افسر اکشې کهنه په دې اړه پلټنه کوي چې دا ځل به مجرمانو ته خامخا سزا ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې ډرېشم ټو د ابيشیک پاټک لخوا لارښود شوی او د نومبر له ۱۸مې نېټې راهيسې د هند په ګډون په ډېرو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوی دی. 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button