نړیوال خبرونه

د اروپايي ټولنې استازی بایډن ته: افغانان د ملت جوړونې وړتیا لري

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشر رولاند کوبیا وايي چې افغانان د ملت جوړونې وړتیا لري او کولای شي د خپلو اصلي ارزښتونو او سوله ییزو اهدافو لپاره سره متحد شي.

ښاغلي کوبیا د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ته د دموکرات ګوند د نوماند جوبایډن څرګندونو ته په اشاره ویلي چې افغانان کولای شي یو واحد ملت جوړ کړي.

هغه تېره شپه پر خپل ټوېټر لیکلي:”زه په دې باور یم چې د افغانستان خلک یې وړ دي او د ملت جوړونې وړتیا لري چې د خپلو اصلي ارزښتونو او سوله ییزو اهدافو لپاره سره متحد شي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ټولو افغانانو لپاره پر ملت جوړونه باندې باور لري او ویاړي چې له افغانانو سره د ملت جوړونې په برخه کې کار کوي.”

I think the Afghan people merit and are able to build a nation and unite around their own core values and peaceful objectives. The #EU believes in nation-building in #Afghanistan for all Afghans and is proud to contribute to it. #afghanpeaceprocess

جوبایډن په یوې انتخاباتي مناظره کې ویلي‌ وو چې افغانستان داسې هېواد نه دی چې یو موټی شي.

نوموړي وویل:”زه په افغانستان کې د ملت جوړونې له مفکورې سره هېڅ موافق نه وم. یوازینی کار چې باید ویې کړو، په هغه سیمه کې د تروریزم ضد مبارزه ده.”

د اروپايي ټولنې د استازې تر څرګندونو مخکې په سیاسي او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني ځانګړي سلاکار وحید عمر هم د بایډن یادو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې افغانان له پېړیو راهیسي یو واحد ملت دی. هغه پر خپل ټوېتر لیکلي:” ستاسو د ټولو مرستو څخه مننه. موږ اړتیا نلرله چې تاسو راته ملت جوړ کړی. موږ له پېړیو راهېسې یو ملت یو. اړتیا مو نلرله چې تاسو موږ یو موټی هېواد کړی. موږ له پخوا څخه یو موټی هېواد

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button