نړیوال خبرونه

د اریانا افغان هوایي شرکت طرحه نهایي شوه

ریس جمهور اشرف غني اریانا افغان هوایي شرکت کې د بنیادي اصلاحاتو په برخه کې دې عملي اقدامات وشي. ولسمشرۍ ماڼړۍ وايي، د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د اریانا افغان هوایي شرکت مسوولینو سره په یاد شرکت کې د اصلاحاتو د تطبیق او د اړوندو الوتکو کې د اموالو د لېږد په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې ترسره شو، د چارو ادارې عمومي رئیس، د مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستانو هم حضور درلود، په پيل کې د اریانا افغان هوایي شرکت عمومي رئیس د یاد شرکت الوتکو کې د سوداګریزو مالونو د لېږد په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ او وې ویل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ یې د اریانا افغان هوایي شرکت د سوداګریزو مالونو د لېږد (Cargo)طرحه نهایي کړې ده .

هغه زیاته کړه:

«د یادې طرحې عملي کولو سره به د تاجرانو مالونه لکه تازه مېوې او د لومړنیو توکو صادرات او واردات د دې شرکت د الوتکو له لوري وشي. همدارنګه د هیواد کرنیز حاصلات به د کرونا ویروس اوسني وضعیت ته په کتو د سیمې بازارونو ته ورسېږي.»

ارګ وايي، وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي وویل، دا وزارت چمتو دی اریانا افغان هوایي شرکت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره د کارګو د انتقال پلان د عملي کېدو په اړه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي غني د اریانا افغان هوایي شرکت د راپور له اورېدو وروسته د مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستانو ته لارښوونه وکړه چې د اسیا پراختیایي بانک په همکارۍ د کارګو د انتقال طرحې عملي کولو لازم اقدامات وکړي.

هغه په ټینګار سره وویل:

«صادرات او خصوصي سکتور دې پیاوړی شي او په بندرونو په ځانګړي ډول حامدکرزي بین المللي هوایي ډګر کې دې پانګونه وکړي، تر څو خصوصي سکتور او تاجرانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.»

د اریانا افغان هوایي شرکت  طرحه نهایي شوه

راپورونه وايي، ښاغلي غني د اریانا هوایي شرکت مسوولین موظف کړل چې د اریانا افغان هوایي شرکت کې د بنیادي اصلاحاتو په برخه کې د دولتي شرکتونو د انسجام د واحد رئیس په همکارۍ عملي اقدامات وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button