سیمه‌ییزه سیاست او امنیت – د سیمې هیوادونو اغیزې او خبرونه

د اسحاق ډار څرګندونو ته غبرګون؛ طالبان: د پاکستان امنیتي ستونزې دې افغانستان ته نه منسوبېږي

د اسحاق ډار څرګندونو ته غبرګون کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې له افغانستانه پاکستان ته امنیتي ګواښونه متوجه دي. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان به هېڅ هېواد ته اجازه ور نه کړي چې د خپلې خاورې څخه د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.

د اسحاق ډار څرګندونو ته د طالبانو ځواب

ذبیح‌الله مجاهد وویل، هغه څرګندونې چې د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کړې، له واقعیتونو سره سمون نه لري. د اسحاق ډار څرګندونو ته غبرګون

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د اصولي پالیسۍ له مخې، هېڅ خپل‌سري بهرنۍ وسله‌واله ډله په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه لري او نه هم چاته اجازه ورکول کېږي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

مجاهد ټینګار وکړ چې که کوم هېواد امنیتي اندېښنې لري، باید هغه د رسمي ډیپلوماتیکو لارو له لارې له افغان حکومت سره شریکې کړي، نه دا چې خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې افغانستان ته منسوبې کړي.

اسحاق ډار په شانګهای غونډه کې څه ویلي وو؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له غړو هېوادونو وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د ترهګرۍ پر ضد خپلې ژمنې عملي کړي او په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو خوندي پټنځایونه له منځه یوسي. د اسحاق ډار څرګندونو ته غبرګون

هغه ادعا وکړه چې له افغانستانه راپورته کېدونکي امنیتي ګواښونه د پاکستان له مهمو امنیتي ننګونو څخه دي.

د امنیتي همکاریو غوښتنه

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو ملاتړ کوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي. د اسحاق ډار څرګندونو ته غبرګون

نوموړي زیاته کړه، د امنیتي موضوعاتو د حل لپاره باید رسمي او ډیپلوماتیکې لارې وکارول شي، ځکه د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره همکاري او مستقیم تعامل تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button