نړیوال خبرونه

د اسلامي امارت له لوړپوړیو چارواکو سره د ترکیې دیني عالمانو لېدنه

د ترکیې یو شمېر دیني عالمانو کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د رییس‌الوزا د سیاسي مرستیال، د بهرنیو چارو او د کورنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په ګډون د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره کتلي دي. 

د بهرنیو چارو وزارت

بهرنیو چارو وزارت وايي، دغو دیني عالمانو ژمنه کړې چې، په افغانستان کې د ښه امنیت او شته فرصتونو په تړاو به د نړۍ مسلمانان خبر کړي. بهرنیو چارو وزارت په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې د اتباعو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو غوښتونکی شو.

د وزارت مرستیال ویاند

د دې وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: «علمای کرامو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د ښه امنیت، اسلامي نظام او د شته فرصتونو د صورت حال انځور د نړۍ له مسلمانانو سره شریک کړي او وبه یې رسوي. د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې د دیني عالمانو له ملاتړه هرکلی کړی دی. د دغه وزارت ویاند وايي، کابل ته د ترکیې د دغو دیني عالمانو سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي اغیز وکړي.

نور یی ولوله | د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور زیاتوي: «ښاعلي حقاني د ترکیې هېواد د علمای کرامو له ملاتړه مننه وکړه؛ نوموړي خوښي وښوده چې افغانستان د ترکیې هېواد د مشایخو کوربه دی او د هغوی راتګ یې د دواړو هېوادونو د ښو او دوامدارو اړیکو لپاره مثبت او اړین ګام وباله. د ترکیې دیني عالمانو همداراز افغانستان ته د ترکیې د بشري مرستو د دوام په تړاو ډاډ ورکړی دی. لا تر اوسه ترکیې اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو په کابل کې یې سفارت فعال دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button