نړیوال خبرونه

د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان ترمنځ د لاجوردو پر دهلېز غونډه وشوه

د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان ترمنځ د لاجوردو پر دهلېز غونډه وشوه د ولسمشر غني په نوښت د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان ترمنځ درې اړخيزه ناسته د ويډيويي کنفرانس له لارې ترسره شوه،په دې ناسته نور مهم سیاسي موضوغات هم بحث شو،

یاد یډیو کنفرانس کې ولسمشر غني د اذربایجان مشر الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د اذربایجان او ترکمنستان د هر اړخیزو همکاریو او لاجورد دهلېز د ملاتړ له امله مننه وکړه .

د ولسمشر ماڼۍ په راپور کې راغلي ولسمشر غني د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف څخه د اقینې او تورغنډۍ بندرونو د اوسپنې پټلۍ غځولو له امله مننه وکړه او وې ویل له دې لارې موږ اذربایجان سره یو ځاۍ کېدلۍ شو. همدارازیې اندخوی او تورغونډۍ بندرونو کې د کرونا ټیسټ لابراتورونو د ایجاد له امله د ترکمنستان د جمهوررئیس قدرداني وکړه.»ولسمشر همدارازد اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف څخه کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه د عدم انسلاک غورځنګ غړو هیوادونو د اړیکو انلاین ګروپ ویډیو کنفرانس جوړولو له امله مننه وکړه.

راپور کېذکر شوي د هیواد ولسمشر د درې واړو هیوادونو د ګډې کاري کمېټې جوړولو په اړه د جمهوررئیس الهام علي اوف وړاندیز ته په اشارې وویل، د درې واړو هیوادونو د ټرانسپورټ او اړوندو وزیرانو په کچه دغه ګډه کمېټه به د سیمه ییز اتصال، اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او ټرانسپورټ د پراختیا لپاره کار کوي او خپل ربع وار راپورونه به په لوړه کچه د ستونزو د حل او احتمالي بیروکراسۍ د مخنیوی په موخه د درې واړو هیوادونو جمهوررئیسانو سره شریکوي.»ښاغلي غني وویل افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اذربایجان او ترکمنستان دولتونو او خصوصي سکتور سره ګډ کار ته چمتو دی. هغه زیاته کړه، د دواړو هیوادونو تاجران او پانګوال دې د مرمرو، کرنې او نورو برخو کې پانګونه وکړي، ځکه موږ پلان لرو چې یو اعشاریه څلور میلیون هکتاره ځمکه اباده او د کرنې وړ وګرځوو.

د اذربایجان مشر ښاغلي علي اوف وویل:قربانقلي بردي محمدوف وویل: موږ یونوی میکانیزم ایجاد کړی چې له مخې به یې هم ځواب ویونکي واوسو او هم به خپلواوګاونډیو هیوادونو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره د کرونا د خپرېدو د مخنیوی خوندي چاپېریال ولرو. هغه زیاته کړه، د توکو او وسایلو د ښه لېږد په موخه به یې هیواد په اقینه او تورغونډۍ بندرونو کې د وچو بندرونو د معیاري کېدو د ملاتړ ترڅنګ فعاله ونډه واخلي.»

د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف کنفرانس ته وویل: موږ یونوی میکانیزم جوړکړی چې له مخې به یې هم ځواب ویونکي واوسو او هم به خپلواوګاونډیو هیوادونو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره د کرونا د خپرېدو د مخنیوی خوندي چاپېریال پیدا کړو نوموړي زیاته کړه، د توکو او وسایلو د ښه لېږد په موخه به یې هیواد په اقینه او تورغونډۍ بندرونو کې د وچو بندرونو د معیاري کېدو د ملاتړ ترڅنګ فعاله ونډه واخلي.

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید درېواړه هېوادونه سره سیاسي تعلقات قایم وساتي او درې اړخيزه اړېکو باندې هم ټينګار وکړي ترڅو افغانستان او نور ملکونه ښه اقتطادي پيکيجونه ولري او د هېواد د اقتطادي ودې کې سرعت راشي او افغانستان یو په ځان بسیا هېواد وګرزي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button