نړیوال خبرونه

د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیسانو ټلیفوني خبرې وکړي

د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیسانو ټلیفوني خبرې شوي جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس جوبایډن سره ټلیفوني خبرې وکړې.او پر مختلفو موضوعاتو ېې خبرې وکړې.

په دې ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.جمهوررئیس جوبایډن یو ځل بیا جمهوررئیس غني ته له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده شوه چې دغه ځواکونه به د افغانستان ساتنه او دفاع وکړي.او دوی به د طالبانوپه مقابل کې مستقیم ودریږي.

20210724 091236

په همدې ترتیب دواړو جمهوررئیسانو د سولې او امنیت د تامین او تلپاتې مشارکت لپاره د افغانانو پر ګډو هڅو، له افغان دولت سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي مرستو پر دوام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنې هم ټینګار وکړ

د یاولو وړ ده چې ښاغلی غني او عبدالله عبدالله دوه اونی وړاندې امریکا ته سفر کړی وو او دغه سفر په ترڅ کې ېې د امریکایی اعلی چارواکو او ولسمشر جوبایډن سره کتې ترسره کړې هېره دې نه وي چې دغه کتنو کې هم ښاغلی غنی ته ډاډ ورکړل شوی وو چې د افغانستان حکومت سره به مرستې جاري وساتي.

سیاسي شنونکي د افغانستان او امریکا په اړیکو باندې خبرې کړي دی ځینی وایی چې ښایی امریکا افغانستان سره د وتلو وروسته خپلې مرستې جاري وساتي خو ځینې بیا وايي چې ښایی دغه مرستې تر ډېره دوام ونکړي او د وتلو وروسته ېې قطعه کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button