Uncategorized

د افغانستان او ایران سوداګري؛ تهران او کابل د ۱۰ میلیارډ ډالرو کلنۍ راکړې ورکړې هدف ټاکلی

د افغانستان او ایران سوداګري د پراخېدو په حال کې ده او دواړو هېوادونو پلان جوړ کړی چې په راتلونکو درېیو کلونو کې د خپلو کلنیو سوداګریزو راکړو ورکړو ارزښت ۱۰ میلیارډ ډالرو ته ورسوي.

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې د ایران سوداګریز استازي، حسین روستایي، ویلي چې د تېر لمریز کال پر مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۲.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی و. د هغه په وینا، افغانستان دا مهال د ایران پنځم ستر سوداګریز شریک هېواد ګڼل کېږي.

8c300014 351a 4e09 bb5a 1967e815b8d4 1

د افغانستان او ایران سوداګري؛ د ۱۰ میلیارډ ډالرو هدف څنګه ترلاسه کېږي؟

روستایي ویلي، تهران او کابل غواړي د صنعت، کانونو، پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي، څو په راتلونکو درېیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ ارزښت ۱۰ میلیارډ ډالرو ته لوړ شي.

د نوموړي په وینا، د اقتصادي اړیکو پراختیا، د سوداګریزو اسانتیاوو زیاتول او د ګډو پروژو پلي کول به د دې هدف په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.

اقتصادي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي

د افغانستان او ایران سوداګري په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخه شوې ده. ایران افغانستان ته سونګ، ساختماني مواد، خوراکي توکي، درمل او بېلابېل صنعتي محصولات صادروي، په داسې حال کې چې افغانستان د ایران لپاره د سیمې له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ:  پاکستان کې د افغان کډوالو حالت؛ اسلام‌اباد کې ۲۳ افغانان د ترهګرۍ په تور ونیول شول

کارپوهان باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی نه یوازې اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سیمې د ترانزیټ، پانګونې او صنعتي همکاریو د پراختیا لپاره هم نوي فرصتونه رامنځته کولای شي.

123cbc0d 469e 40f4 8cda 6040f9fe6ef9 1

په همدې حال کې، د ایران چارواکي هیله څرګندوي چې د اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د سوداګریزو خنډونو د کمېدو له لارې به د افغانستان او ایران سوداګري په ټاکلې موده کې د ۱۰ میلیارډ ډالرو هدف ته ورسېږي.

Afghanistan Iran War Supply Woes 3379 c0 51 4800 2849 s885x516 1

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button