لوبې خبرونه

د افغانستان فوټبال ښځینه ملی ل‍وبډلی پرتګال کی پنا واخستله

 افغانستان  افغانستان

د افغانستان د فوټبال ملي ښځینه لوبډلې ځیني لوبغاړې چې پر افغانستان کی  د طالبانو له واکمنېدو  نه  وروسته له هېواده  څخه ووتل  او د پرتګال په لیسبون کې تمرینونو پیل کړي دي. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې دغه ښځینه لوبغاړې له خپلو کورنیو سره په پرتګال کې پناه اخیستی ده

  او اوس  مهال د فوټبال د نړیوال ستوري کریستیانو رونالډو په هېواد کې فوټبال  لوبه کوي. د ښځینه فوټبال لوبغاړو له ډلې یوې د فرانسې خبري آزانس ته ویلي: باور مې نه راځي چی  زه ډېره خوشحاله یم چې بیا هم کولای شم فوټبال وکړم  په پرتګال کې ځکه چې کریستیانو رونالډو هم د همدې  څخه هېواد دی د رمزې په نامه د فوټبال بلې لوبغاړې هم ویلي  امید لرم چې له کریستیانو رونالډو سره د لیدلو هیله یې می پوره شي.

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د پرتګال حکومت وايي د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې یې د امریکا په همکاریۍ‎ له افغانستان نه  ایستلي دي.او دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ځیني نورو ښځینه لوبغاړو د بریتانیا سکای تلویزون سره په خبرو کې ویلي  وو چې پاکستان ته تلی ووهلته یی  او د بریتانیا له حکومت څخه یې غوښتنه کړې  ده چې  زرتر  زره  ورته پناه ورکړي

له دې ډلې نه یوې چې ۱۸ کاله عمر لرونکی ویلي وو  هغه او د فوټبال نورې لوبغاړې غواړي چې بیا هم فوټبال وکړي خو په وینا یې طالبانو له ورزش څخه منع کړي  دی .

تېره میاشت د فوټبال ښځینه لوبډلې کپتانې خالده پوپل خبري رسنیو ته ویلي وو چې شاو خوا ۴۰۰۰ ښځې او نجونې د فوټبال له فیدراسیون سره په بېلا بېلو برخو کې ثبت شوې وې. 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button