لوبې خبرونه

د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلی بنګله دېش ته په ټسټ میچ کې ماتې ورکړه

 افغانستان  افغانستان

د افغانستان دنولس کلنو  ملي لوبډلی بنګله دېش ته  ټېسټ لوبه کې له ماتې ورکولو وروسته هېواد ته راغلل  او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د مشری له طرفه ورته ستاینغونډه ترسره شوه، چې د غونډې په مهال کې د دغې ادارې عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي له لوری لوبډلې سره د ډالۍ  په څیر د یو میلیون افغانیو د ورکړې وعده  وشوه.

په یاد پروګرام کې چې د افغانستان کرکټ بورډ ښاغلي عزیزالله فضلی عمومي رییس او ښاغلي نصیب خان سرپرست اجرایوي رییس ترڅنګ د کرکټ بورډ د نورو  څانګو مسؤلینو ګډون هم درلوده ، د مشرتابه له طرفه  د نولس کلنې لوبډلې ته ښه راغلاست ویلو  سره  د دوی د وروستیو بریاوو  عزت  وشو . د افغانستان کرکټ بورډ ښاغلي عزیزالله فضلي عمومي رییس خپلو خبرو کې وویل  چی دغې لوبډلې ته د ډالۍ په توګه د یو میلیون افغانیو د ورکولو وعدی

چې یاده لوبډله یې د سیاسي تحولاتو، کرونایي، اقتصادي او مالي بیا مشکلاتو  سره  بیا هم بریا هیواد ته راوړه. نوموړی زیاته کړه، موږ کوشش  کوو چې د افغان نولس کلنو ځوانانو لوبډلې ته د ډېره د کرکټ زمینه برابره  کړو او اینده کی اسیایی او نړیوال جام لپاره به یادې لوبډلې ته منظم پلانونه او   تمریناتي کمپونه برابره وو څو د  افغان لوبډله په دغو سترو سیالیو کې افغانستان ته نوری  بریاوې هم راوړی. 

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک ک

غونډې ته د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرایوي رییس ښاغلي نصیب خان هم وویل یی  هغی  د خوشحالۍ څرګندلو ترڅنګ هم زیاته کړی ره  چی د یو ځوان په حیث ستاسو کامیابی  ستایم  زه به همیشه د یو ځوان ورور په تحیث ستاسو په خدمت کې یم او تاسو ته به لازمې اسانتیاوو برابرولو کې په ضروری  او صادقانه  کومک  ترڅو ستاسو د همدې بریاوو لړۍ همیشه جاري وساتل شي.    

د نولس کلنو ملي لوبډلې مرستیال روزونکي سیدالرحمن احمدزي او د دغې لوبډلې لوبډلمشر اعجار احمد هر یو په خپل وار د افغانستان کرکټ بورډ د ادارې له مشرتابه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یی دوی ته د بنګله دېش  د تګ زمینه برابره. د یادونې وړ ده، د افغانستان نولس کلنو لوبډل ددې سفر په لړ کې د کوربه هېواد بنګله دېش نولس کلنو لوبډلې ته په دوو پنځوس اوریزو او د ځوانانو په کچه یوې ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button