نړیوال خبرونه

د افغانستان پخوانی دفاع وزیر شاه نواز تڼی اسلام اباد کې د کوم مرض له امله ومړ؟

د افغانستان پخوانی دفاع وزیر شاه نواز تڼی د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په یوه روغتون کې وفات شوی دی. ښاغلی تڼی د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پر مهال په هېواد کې پاتې شو. یوۍ خبري آژرانس د نوموړي زوی ارین تڼي له قوله لیکلي چې نوموړی دا وروستیو کې د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و.

جنرال تڼی ۱۳۲۸ هجري شمسي کال کې په خوست ولایت کې زېږېدلی و او د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله پر ضد له یوې ناکامې کودتا وروسته یې ډېر شهرت وموند. نوموړي په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې له پوځي زدکړو وروسته د افغانستان دفاع وزارت تر مقام پورې ورسېد. ښاغلي تڼي د ۱۳۵۷ کال په کودتا کې د پوځي کومانډو ځواکونو مشري کوله او د ثور اوومې پېښه کې یې مهم رول درلود.

له هغه وروسته نوموړی د هېواد په شمالي کې د ځواکونو قومندان او بیا د هرات فرقه مشر په توګه وګومارل شو. ښاغلي تڼي د کابل اتمې فرقي مشر، د خلق دیموکراتیک ګوند نظامي کومېټې غړیتوب تر څنګ د ګوند د سیاسي بیورو غړي او افغانستان لوی درستیز په توګه هم دنده ترسره کړې.

نور یی ولوله| نمیبیا د عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

     نوموړی د شپیتمو کلونو په وروستیو کې د افغانستان دفاع وزیر په توګه وګومارل شو او د ۱۳۶۸ کال کب میاشتې پر ۱۶ نېټه د هغه مهال ولسمشر نجیب الله پر ضد له یوې ناکامې کودتا وروسته له دندې ګوښه اعلان شو. نوموړی د هغې کودتا هڅې له ناکامېدو وروسته په یوه پوځي چورلکه کې پاکستان ته وتښتېد.

د هغې کودتا په ترڅ کې لومړی ځل د افغانستان پلازمېنه کې دننه پر بېلا بېلو هدفونه درنه بمباري وشوه. وروسته ښاغلي تڼي ادعا وکړه، چې ډاکتر نجیب الله د ده پر ضد کودتا کړې وه. ښاغلي تڼي د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د سولې غورځنګ په نامه خپل ګوند تاسیس او مشري یې کوله او د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید شو، خو پاموړ رایې یې ترلاسه نه کړې.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button