نړیوال خبرونه

د افغان حکومت مذاکراتي ټيم د اسلامي علماوود نړیوالې ټولنې له مشرسره لیدلي

د افغان حکومت مذاکراتي ټيم د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې له مشرسره لیدلي قطر ته له طالبانو سره د خبرو په موخه له کابله د تللي مذاکراتي ټیم یو شمېر غړو په دوحه کې د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې مشر ملاقات کړی.

او د هغه نه ېې غوښتنهکړې چې له مذاکراتو ملاتړ وکړي تر څو اوربند ته لارههواره شي. د سولې په چارو کې د دولت وزات له ادرسه په همدې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ذکرشوي ، چې په دې ملاقات کې د کابل دمذاکراتي ټیم غړو د روانو خبرو پروسه تشریح کړې او له الریسوني یې غوښتي، چې له مذاکراتو ملاتړ وکړي تر څو «اوربند» ته لاره پرانستل شي.

بل خوا بیا د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې مشر د مذاکراتو هر ډول همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او افغانستان یې د امام اعظم ابوحنیفه ټاټوبی یاد کړی، چې دده په خبره، کولای شو د اسلامي هیوادونو په کچه یې د غوره بېلګې په توګه وبلو.او د نورو اسلامي هېوادونو به هم اوغواړو چې د سولې مزاکراتو ملاتړ وکړي تر څو یو منتقوي او سیاسي اجماع رامنځته شي. تر افغانستان کې دایمي سوله قایمه شي او افغانان په یو سولیز هېواد کې ‌ژوند وکړي.

یاده لیدنه داسې مهال ده، چې ویل کېږی، په دوحه کې د ناستو د طرزالعمل د دوو مادو په سر د جنجال له امله د طالبانو او له کابله تللي مذاکراتي پلاوي خبرې له ځنډ سره مخ شوې.او بازې موردداسې دي چې د حل لارې ورته سختې دي. ځيني سرچینی وايي چې ښايي دغه ځنډونه نور وخت هم واخلي.ځکه بازې مسایل ډېر پیچيده دي.او نور ډېر بحث ته هم ضرورت لري.

هېره دې نه وي چې طالبان ټينګار لري، چې ددوی او امریکا تر منځ شوی تړون باید د راتلونکو توافقاتو بنسټ وي او ټولې پرېکړې باید د حنفي فقه په اساس وشي؛ خو له کابله تللی پلاوی بیا د ولسي جرګې پرېکړې او د کابل-امریکا تر منځ شوی تړون د پرېکړو د بنسټ په حیث د وړاندې کولو هڅه کوي  او تیار نه دي، چې پرېکړې دې د حنفي فقهې پر بنسټ وي.

اوس دواړه لوریو ته پکار ده چې خپل شخصي ګټو نه تېر شي او سولې ته کار وکړي. دويي باید هر هغه قرباني ورکړي چې د کوم له امله چې سوله رازي او سوله شوني وي. دويي باید مزاکرات ونه ځنډوي او هر ممکن لارې نه ګټه پورته کړي. که چرته مزاکرات کامیاب شو افغانان به د نورو د احتیاج نه خلاص وي او اینده به ېې معلومه وي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button