نړیوال خبرونه

د افغان سولې په اړه د نبیل دریځ څه دی؟

د افغان سولې په د نبیل دریځ څه دی؟ د هېواد د ملي امنیت پخوانی مشر ښاغلي نبیل تل د سولې په هکله شکمن دريځ درلود او تر ډېره يې ددې پروسې منفي پايلې طرف نیوه او د مثبتو پايلو ته چندان هيله مندنه وو،

اوسمهال تازه هغه اول وار په دې اړه باندې د يوې مثبتې پايلې د امکان خبر ورکړی دی.نوموړي دقيق دا نوی دریځ وروسته له هغه خپل کړ کله چې په قطر کې په ټپه درېدلې خپلمنځي خبرې بيا پيل شوې،‌ په حقيقت کې په پوره مانا دا خبرې بيا نه دي پيل بلکې د افغان حکومت او طالبانو استازو د ډېر ځنډ وروسته يو خپل منځي غونډه وکړه او توافق په دې وشو چې خبرې به نه درېږي او خبرې به دوام وکړي.

نبيل پخپل ټویټر کې خپل هيله مندي ښکاره کړې ده او دا یې ډیره لرې موده نه هم نه ده، ښودلې نبيل پخپل ټويټر کې ليکلي دي چې زه فکر کوم چې د جګړې شدت به سر له سبا څخه راښکته شي، خو نبيل ددې هيله مندۍ ترڅنګ بيا هم د راتلونکې په هکله غوڅ قضاوت وخت ته پرېښی دی، ده د خپل ټویټ په دوام کې ليکلي دي چې که اخري څو پېښو ته وکتل شي نو تاسې به هم زما سره په دې باندې موافقه وکړئ چې د جګړې شدت به زر راکم شي.

په قطر کې خپلمنځي خبرې تقريباً پنځوس ورځې ځنډ سره مخ وې، طالبان د خبرو مېز پرېښی و او د سیمې مملکتونو ته په سفر مصروف و، طالبانو ويلي و چې د خپلمنځي خبرو دوام ته ژمن دي خو سیمې ته ځینې سفرونه اړين دي چې دوی ترې خپلې مهمې موخې لري او بايد پوره يې کړي.

750x430 1
رحمت الله نبیل

نوموړي په دې اړه څه نه ويل چې دده مقصد ېې د وروستيو پېښو څخه څه ده، خو په دې وروستيو کې د دوحې حکومت له پاکستان څخه دا غوښتي و چې د سولې خبر چې په خپل پخواني ځای کې ولاړې دي باید همکاري وکړي، ددې ترڅنګ د ناټو مملکتونو د افغانستان په اړه په خپله غونډه کې واضح پرېکړه نه وه کړې،یاده دې وي چې افغان نور سیاسیون هم د سولې په اړه خپل دريځونو اعلان کړی او ډېری سیاسیونو ټينګار کړی چې باید د سولې خبرو کې سرعت پیداشي. او روانه جګړه پای ته ورسیږي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button