نړیوال خبرونه

د افغان سکهانو بله ډله هم هند ته روانیږي

د افغان سکهانو بله ډله هم هند ته روانیږي د هند ميډيا خبر ورکړۍ چې د افغان سېکهانو بل کاروان نن چهارشنبه به هند ته سفر وکړي او هلته به خپل ځانونو ته ژوند او کاروبارونه هم برابر کړي دغه خلک د هند لخوا دغه هېواد ته راغوښتل شوي دي،

دهېواد د سېکهانو ١٨٠ کسیز کاروان چې کابل کې پر سېکهانو د وروستي حملې د قربانیانو د کورنۍ ٢٥ غړي هم شامل دي نن هند ته روان شو،د دغه هېواد دولت څو میاشتې وړاندې خبر ورکړی وو، چې افغان سېکهانو او هندوانو ته د پناه په موخه د هند ویزې ورکوي چې هند ته د افغان سېکهانو د ورتګ لړۍ هم پیل شوې.ددغه خلکو د ټولنې اجراییوي مشر جګدېپ سنګ وایي، د سېکهانو او هندوانو لږکي په افغانستان کې له، تبعیض، تعصب، ترور او تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دي او هند ته د تللو لپاره دوی هم پرېکړه نیولې او د سفر لپاره یې ټولې لازم ضرورتونه هم برابر شوي،

د انډیا دولت دا پرېکړې لدې امله کړې، چې دغه مذهبي لږکۍ په افغانستان کې د پاکستان د ملاتړو ترهګرو له لوري پارابیږي، بریدونه پرې کیږي اومړه کېدل هم، خو د هند دولت غواړي چې ٧ سوه افغان سېکهانو او هندوانو ته د هند ایمې ویزې ورکړي او هند کې ورته د ژوند زمینه برابره کړي،

که څه هم افغانستان کې د نورو افغانانو او مذهبي لږکیو ژوند په خطر کې دی،خو اوس وخت کې بیا د سکهانو ژوند نور هم خطر کې دۍ چې څو ځل پر دې مذهبي لږکیو بریدونه شوي او مړه شوي هم دي، دوست هېواد هند له دې مخکې هم افغان سېکهانو او هندوانو ته هند ته د ورتګ او هلته د تابعیت د ورکولو خبره کړې وه، چې یو شمېر هندوان او سېکهان اوس هند او نورو هېوادونو کې مېشت دۍ او له دوی پاتې سېکهانو او هندوانو ته د هند دولت هند ته د ورتګ دعوت هم ورکړۍ دۍ،

اوس هم افغان سکهانو، چې ډېر په ننګرهار، پکتیا، خوست او نورو ولایتونو کې یې له کلونو کلونو راهیسې مېشت وو، د نورو هېوادوالو له لوري پازابېدل ځمکې یې غصب شوې او ملکیت ترې هم اخیستل شوۍ ، په وروستیو کې د هېواد د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره هم چې دا مذهبي لږکۍ ټارګېټ اوژوند ېې له لاسه ورکړ ، د دوی له منځه زرګونه سېکهان او هندوان له افغانستان نه سفر وکړ او په بېلابېلو اسیایي او اروپایي هېوادونو کې یې اسایلم واخیست،

بازې داسې هندوان او سېکهان هم شتون لري چې  وایي، که هر څه کیږي خو افغانستان څخه بهر نه اوزي دوی تر بل هر وخت او هر چا افغانستان ته ژمن دي، افغانستان پردی نه ګڼي او وایي، چې خپل هېواد افغانستان به په هېڅ صورت نه ځانته پرېږندي او نه به وتختي،

بلخوا بیا دغه افغان سېکهان او هندوان چې په نورو مملکتونو کې ژوند کوي ، اوس هم هیله مند دي، چې هیواد ته سوله راشي او بېرته خپل هېواد ته را ستنیږي ، دوی وایي که په بل هېواد کې په امن کې دي خو بیا هم افغانستان پسې ځوریږي او هېواد ېې ډېر یادیږي ځکه خټه ېې افغانۍ ده او افغانان دي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button