نړیوال خبرونه

د امریکا او ایران د کړکېچ پر افغانستان اغیز

کارپوهان پر افغانستان باندې د امریکا او ایران د کړکېچ د اغیزو په اړه بېلابېل نظرونه لري خو وايي، چې واشنګټن او تهران په افغانستان کې یو لړ ګډې منافع هم لري.

د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۳۰مه (سلواغې ۱۰مه) پر افغانستان باندې د امریکا او ایران د روان کړکېچ د اغیزو په اړه د نړیوالو اړیکو او د سیاسي چارو د کارپوهانو غونډه رابللې وه. د دغې غونډې ګډونوالو له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره موادو او انساني قاچاق له اړخه په افغانستان کې د امریکا او ایران د ګټو په اړه نظریات وړاندې کړل. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل وویل، چې پر افغانستان باندې د واشنګټن او تهران ترمنځ د روان کړکیچ منفي اغېزې مخ په زیاتېدو دي.

ښاغلي صیقل ادعا وکړه، چې دواړو هیوادونو فشار راوړی تر څو افغان حکومت د هغوی په پلوي دریځ ونیسي، خو زیاته یې کړه چې افغانستان د دې مسلې په اړه مناسب دریځ نیولی دی.

د هغه پر وینا د امریکا او ایران کړکېچ به له طالبانو سره د سولې روانې خبرې له ځنډ سره مخامخ کړي او که چېرې کابل د واشنګټن او تهران غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي، ښايي له دغو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې سړې شي.

هغه زیاته کړه: “اړتیا ده چې د دغه کړکېچ په اوج کې موږ د فعالې او نوښتګرې دیپلوماسۍ له لارې په تهران او واشنګټن کې د باور فضا رامنځ ته کړو او دواړو هېوادونو ته ډاډ ورکړو، چې زموږ له خاورې به د هغوی په خلاف استفاده ونشي”.

ښاغلي صیقل له دواړو هېوادونو سره په اړیکو کې د انډول رامنځ ته کولو لپاره ټینګار وکړ، چې افغانستان باید له ایران سره پر امنیتي، سیاسي او ستراتیژیکو اړیکو باندې تمرکز وکړي او زیاته یې کړه، چې افغانستان باید له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو تر سیوري لاندې له ایران سره د ګاونډیتوب اړیکې ونپالي.

خو د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې د ګواښونو د ارزونې د څانګې پخواني رئیس آرین شریفي دې مسلې ته په اشارې وویل، چې په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته واشنګټن او تهران تل په منځنی ختیځ کې سره مخامخ شوي دي.

د ښاغلي شریفي وویل، په تېرو ۱۸ کلونو کې چې امریکا په افغانستان کې نظامي حضور هم لري، واشنګټن او تهران په خپلو ستراتیژیکو اړیکو کې کابل د یو استثنا په توګه ټاکلی دی، ځکه چې د هغه پر وینا، په افغانستان کې د دواړو هېوادونو عمومي او عمده منافع یو ډول دي.

هغه وویل: “تر ټولو عمده مسله د نړیوال تروریزم پر مرکز باندې د افغانستان د بیا بدلېدو مخنیوی دی، چې دا مسله به هم ایران ته ګواښ وي او هم به د متحده ایالاتو منافع ته”.

ښاغلي شریفي زیاته کړه، چې روان وضعیت ته په کتو د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د ختمېدو احتمال زیات دی.

خو هغه دغه راز اندېښنه وښوده چې ښايي دا کړکېچ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ جګړې لامل هم شي، چې احتمال یې ډېر لږ دی “خو ناممکنه هم نه ده، یعنې د داسې یو څه پیشبیني کولی شو خو په ډېر کمزوري احتمال، که چېرې دا سناریو رامنځ ته کېږي، نو افغانستان به په مستقیم ډول د دواړو هیوادونو د جګړې د تیاتر په ساحې بدل شي”.

په نیویارک کې د افغانستان د چارو کارپوه پروفیسور بارنټ روبین په دې بحث کې وویل، چې امریکا او ایران د خپلمنځي اختلافاتو پر خلاف، د ګډې منافع له مخې د افغانستان د ثبات او د اوسني اساسي قانون په ملاتړ عمل کوي.

خو ښاغلي روبین زیاته کړه، چې د ایران په ګډون د سمیې اکثره هیوادونه په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د ځان لپاره یو ګواښ ګڼي. هغه وویل: “په سیمه کې ګڼ شمېر هیوادونه لکه روسیه، ایران، چین او پاکستان د امریکا نظامي حضور ته د ګواښ په سترګه ګوري، دلته یو ډول نه همغږي موجوده ده او زما په نظر

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button