نړیوال خبرونه

د امریکا سفارت لخوا د افغان دولت پلاوي د ټاکلوهرکلۍ شوۍ

کابل کې د امزیکې سفارت خپل ټوېټر کې لیکلي ، موږ د افغان دولت لخوا د سولې خبرو لپاره نوملړ ته هر کلۍکوو او  چمتو یو چې د دوی( افغان حکومت او طالبانو) د مخامخ خبرو لپاره چمتووالی اسانه کړو او افغانستان کې د سولې ژمنه په واقعیت بدله کړو.

بلخوا د افغانستان د پخواني اجرائیه مشر مرستیال ویاند امید میثم د سولې لپاره د افغان حکومت د وزارت دا نوملړ ټولیز نه بولي. میثم رسنیو ته وویل: دا نوملړ بشپړ نه دی، چې پکار ده نورې او پراخې سلا مشورې وشي او د سولې بهیر کې د ټولو مشرانو او اغېزناکو لورو سره د سلا او نظر د تبادلې په رڼا کې یو ټولیز او ټول ګډونی ترکیب برابر شي.

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت تېره شپه له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.

د دغه وزارت وزیر سلام رحیمي خپل ټوېټر کې لیکلي، دا پلاوی د ټولنې له ټولو اغېزناکو اړخونو او پاړکو سره له پوره غور او سلا مشورې وروسته ټاکل شوی دی.

د نوموړي په خبره، دا پلاوی دنده لري چې له طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت استازولي وکړي.

“د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه پلاوي ته د بریالیتوب له هیلې سره له دوی غواړي چې د خبرو ټولو پړاوونو کې د هېواد ستر مصلحتونه، د خلکو ګډ ارزښتونه او د یو موټي افغانستان اصولي دریځ په نظر کې ونیسي او هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ټینګولو هڅې وکړي”.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، وزارت یې د سولې پروسې د مخته بېولو او تصمیم نیولو د ټولو مېکانېزمونو د مدېریت په برخه کې د افغان حکومت له خوا ټولې اسانتیاوې برابروي او اړوند اجراييوي چارې به په مسوولانه توګه پرمخ بیايي.

تمه کېږي د دواړو لورو د بندیانو تر خوشي کېډو وروسته د افغان حکومت او طالبانو خبرې پیل شي. خو لا هم مالومه نه ده چې دا لومړنۍ ناسته به چېرته وي او په کوم ډول مسلو به بحث کوي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button