نړیوال خبرونه

د امریکا لخوا د خپلو عسکرو ویستلو په اړه د ارګ مطبوعاتي اعلامیه

ارګ: د افغانستان اسلامي جمهوریت د متحده الایاتو د جمهوررئيس ښاغلي جوباېډن د هغې پرېکړې درناوی کوي چې پر بنسټ به یې د روان کال تر سپتمبر میاشت پورې د هغه هیواد ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

افغان حکومت به د دغه پروسې په ترسره کېدو کې لازمه همکاري وکړي.د ۲۰۲۰ کال په فېبرورۍ کې د متحده ایالاتو او طالبانو له هوکړې راهیسې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه زیاتره عملیات په مستقلانه توګه ترسره کوي او د خپلو خلکو او هیواد ساتنه کوي. زموږ ځواکونه د اوسنیو ګواښونو پر وړاندې د هیواد د ساتنې وړتیا لري. یو وار بیا ټينګار کوو چې د سولې روانه پروسه هم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو نتیجه ده او افغان ولس د دوی د قربانیو منندوی دی.

په عین حال کې ډاډ راکړل شوی چې د متحده ايالاتو او نورو متحدینو لخوا به د افغانستان له حکومت سره د افغان ځواکونو ملاتړ او بشري او پراختیايي کومک دوام ومومي. د افغانستان اسلامي جمهوریت، متحده ایالات او نور متحدین به د مناسباتو د نوي پړاو او خصوصاً د سولې پروسې چټکولو په برخه کې په جزیاتو بحث وکړي

20210415 043029

د افغانستان اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د مشترکو ګټو او متقابل درناوي او اعتماد پر اساس له متحده ایالاتو او ناټو متحدینو سره د همکارۍ نوی پړاو پيل کړي.او په مسولانه ډول له افغانستان څخه دامریکای عسکرو ویستل کې امریکا سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا جمهور ریس ښاغلي جوبایډن د دې نه وړاندې خپل بیان کې ویلي وو چې تر سپټمبر ١١ پورې به له افانستان نه ټول عسکر وباسي هغه ویلي چې د عسکرو ویستلو کې به ډېر جدیت او تیزی نه کار وانحلي بلکه په مسولانه ډول به خپل عسکر له افانستانه وباسي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button