نړۍ خبرونه

د امریکا کالیفورنیا ايالت کې د ژمني توپان راتلو په پار خلکو ته خبرداری

د امریکا هوا پېژندنې ملي ادارې د کالیفورنیا شاوخوا ۴۰ میلیونه اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې ښايي کورونه او ژوند یې له جدي خطر سره مخ شي

د امریکا په لوېدیځ کې کالیفورنیا ایالت ته به په راتلونکو دوو ورځو کې یو ځل بیا د ژمي سړه څپه ورسېږي چې اټکل شوی خطرناک توپانونه به ورسره مله وي.

د درنې واورې ورښت او بارانونه چې تېز بادونو به ورسره مل وي په سمندر غاړو کې د سېلابونو راوتلو اټکل خطرناک حد ته لوړ کړی دی. له همدې امله د جمعې په ورځ د مارچ په ۱۰مه د کالیفورنیا نژدې ۴۰ میلیون اوسېدونکو ته د احتمالي طبعي افتونو خبرداری ورکړل شوی دی.

د توپانونو نوې څپې په کالیفورنیا کې د هوا پېژندنې ټول ریکارډونه مات کړي چې په ځینو سیمو کې یې تر دوه مترو ډېره واوره شوې او د دې ایالت ډېری وچ غرونه یې اوس پر واورو پوښتلي دي.

د سختو ورښتونو له امله د سیلابونو راوتلو اټکل هم شوی دی

د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی چې په کالیفورنیا کې د جمعې له ورځې پیل شوي سخت بارانونه ښايي د شنبې او یا یکشنبې تر ورځې دوام وکړي او په ډېرو سیمو کې به د سیلابونو راوتلو سبب شي.

د دغې ادارې په اعلامیه کې راغلي: “ژوند او کورونه له جدي خطر سره مخ دي. هغه سیمې چې په عادي وختونو کې سېلاب پکې نه راځي، باید د اونۍ په اوږدو کې د سېلابونو او اوبو راوتلو په تمه اوسي.”

نور ولولئ: امريکا کې د توپاني له امله تر ۱۰۰ د ډېرو وګړو مړینه وېره ښکاره شوی

د سختو بارانونو او سېلابونو د وړاندوینې ترڅنګ، د ځمکې او غرونو د ښویېدو او په سیندونو کې د خټو راوتلو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.

د کالیفورنیا د مرکز شمالي برخې د بیګ سور اوسېدونکو ته د ارام سمندر په یوه ډبرینه او غرنۍ سیمه کې خبرداری ورکړل شوی چې لږ تر لږه د دوو اونیو لپاره خواړه او نور د اړتیا وړ توکي زېرمه کړي.

په ځینو سیمو کې د شاوخوا نیم متر ورښت اټکل شوی چې کولای شي د سترو سېلابونو او د ځمکې ښوېدنې لامل شي.

د کالیفورنیا والي ګیوین نیوزم بېړنی حالت اعلان کړی او ولسمشر جو بایډن هم د یوه فرمان په صادرولو سره د کالیفورنیا حکومت ته د فدرالي بودجې کارولو اجازه ورکړې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button