نړیوال خبرونه

د انتالیا دیپلوماسۍ فورم؛ امریکا له خپلو مهمو نړیوالو متحدانو سره پر افغانستان غږېږي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ایان مککري چې اوس د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي وايي، د افغانستان له خلکو سره د دوی ژمنتیا پیاوړې ده او دا چې د دې ژمنتیا پر ځای کولو لپاره له هر ممکن فرصته ګټه اخلي. هغه دا څرګندونې ترکیه کې د ‘انتالیا دیپلوماسۍ فورم’ د پرانیستې درشل کې پر خپل ټویټر کړې.

دې غونډه کې د نوموړي تر څنګ افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم برخه اخیستې. ښاغلي وېسټ هم د دې مهمې نړیوالې غونډې کوربتوب له کبله د انقرې مننه کړې او ویلي یې دي چې له خپلو “مهمو شریکانو سره به افغانستان سره د نړیوال تعامل په اړه خبرې” وکړي.

د انتالیا ديپلوماسۍ فورم د مارچ له ۱۱مې تر ۱۳مې دوام کوي او د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده. د غونډې ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۲۰۰۰ استازي، سیاسیون، دیپلوماتان او پالیسي جوړوونکي وربلل شوي.

نور یی ولوله | هندي لوبغاړي شري شانت له کرکټ څخه تقاعد واخیست؛ هغه په فکسنګ هم تورن و

ګډونوال د لوړې کچې دې درې ورځنۍ ناسته کې د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه لیدلوري شریکوي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل ښاغلی متقي به د انتالیا دیپلوماسۍ فورم ته د وینا ترڅنګ د ترکیې او ځینو نورو هېوادونو له چاوراکو سره وګوري.

تر اوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ترکیې سفیر کابل کې دی او وخت ناوخت له طالب چارواکو او نورو افغان مشرانو سره ګوري. د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څو میاشتې وړاندې هم انقرې ته تللی او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې وې.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button