نړیوال خبرونه

د انګلستان لندن په بریج ټاور کې اول ځل اذان وشو

د انګلستان لندن په بریج ټاور کې په اول ځل اذان شو.د بریتانيې سرښار لندن په بریج ټاور کې په لومړي وار اذان واورول شو.چې دا اذان د ماښام روژه ماتي لپاره وشو او ویډیو يې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه.

د نړیوالې ميډیا د راپورونو په وېنا، د لندن په تاریخي بریج ټاور کې د دینونو ترمنځ د یووالي په موخه د روژه ماتي بندوبست شوی و، چې په دغه وخت کې بیا برېتانوي الاصله مسلمان قاضي شفیق الرحمان په خپل خواږه غږ کې اذان وکړ.په روژه ماتي کې شریکو مسلمانانو وویل، چې د قاضي شفیق الرحمان په غږ اذان ورته د مکې اذان وریاد کړ. په انټرنېټ کې هم د دې اذان ویډیو خپره شوې ده، چې خلک يې لاس په لاس کوي.

https://twitter.com/ElShabazzz/status/1391005296953368581?s=19

هېره دې نه وي چې په لندن کې هر کال د یو داسې روژه ماتي بندوبست کېږي، چې په دغه روژه ماتي کې له مسلمانانو پرته نامسلمانان هم ګډون کوي او د دینونو ترمنځ د یووالي په موخه دا روژه ماتی چمتو کېږي.چې دې سره ډېر خلک یو والي طرف ته هم رګرزي او تفرقې له منځه وړل کیږي.

د کورونا ویروس له امله سږکال په دې روژه ماتي کې ډېرو کمو خلکو ګډون وکړ او د کورونا احتیاطي تدابیر يې خپل کړي و، خو په دې موخه ترسره شو، چې د نورو کلونو په څېر دا دود پاتې نه شي.او باید ضرور ترسره شي. تر څو د دینونو تر منځ یووالی راشي او اتفاق کې شي.

باید یاده کړو چې د نورو اروپا په پرتله لندن کې ډېر مسلمانان زیات دي او جوماتونه هم پکې ډېر دي. دوی د نورو لمونځونو تر څنګ د جمعې او اختر لمونځونه هم په جوماتونو کې کیږي دوی په روژه کې قرآن عظیم الشان ختم هم کوي. او په خپلو منځو کې ېې اتحادیې هم جوړې کړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button