لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د انګلستان لوبغاړى جريمه شو

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړى عادل رشيد په ټېکس کې د دوکې کولو له امله ٣٨ زره پاونډه جريمه شوى دى. د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، پاکستاني الاصله انګلستاني لوبغاړي عادل رشيد له سل زره پاونډو څخه زيات ټېکس نه دى تحويل کړى، د انګلستان د ټېکس تحويلولو ادارې ويلي دي، چې نوموړي د ٢٠١٣ څخه تر ٢٠١٧ کال پورې پوره ټېکس نه دى جمع کړى

، نو اوس هغه ته ويل شوي دي چې سل زره پاونډه او همدا راز ٣٨ زره پاونډه جريمه دې ژر تر ژره تحويل کړي د جريمې او ټېکس نه جمع کولو له امله د عادل رشيد نوم د ټېکس غلا کوونکو په ليسټ کې شامل شوى دى….

د ټېکس ادارې وياند وايي، چې په دې ليسټ کې شاملو کسانو ته سزا نه ورکوي، خو د ټېکس نه جمع کولو له امله د دوى نومونه په دې ليسټ کې شاملېږي، تر څو وشرمېږي او خپل ټېکسونه جمع کړي.

هغه زياتوي، چې ډېرى کسان د ټېکس غلا ثابتېدو وروسته ژر خپل ټېکسونه جمع کوي او هغه خلک چې ټېکسونه نه جمع کوي، نو دوى يې د جمع کولو لپاره له بېلا بېلو لارو څخه کار اخلي.

د انګلستان لوبغاړى جريمه شو

خو بل لوري ته پاکستاني الاصله انګلستاني کرکټر عادل رشيد ځينو رسنيو ته ويلي دي، چې هر څه يې بېرته سم کړي دي او دا ټوله تېروتنه د هغه د اکاونټنټ وه چې داسې مشکل ورسره راپېښ شوى دى. هغه همدا راز زياته کړې ده، چې د ټېکس غلا کولو هېڅ اراده يې نه وه، هغه د انګلستان يو ښه اوسېدونکى او ذمه واره لوبغاړى دى او هېڅ کله هم داسې فکر نه شي کولاى چې ټېکس دې غلا کړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button