نړیوال خبرونه

د انګلیسي ژبې استاذه په ډېر کم وخت کې ټوله نړۍ کې مشهوره شوه

انګلستان کې د انګلیسي ژبې ښوونکې د ۳ انلاین  سبقونو نه بعد ټوله دنیا کې  مشهوره شوې ده او پر فېسبوک یې زرګونه مینه وال او فالورز پیدا کړي. ۳۶ کلنه هولي کېنګ د بریتانیا بېډفورډشایر سیمه کې اوسي او د اوونۍ پنځه ورځې د نیم ساعت لپاره ماشومانو ته پر فېسبوک انګلیسي ور زده کوي.

د فالورانو  د زیاتېدو لامل یې دا دی‌ چې دا مهال په ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان د کورونا وېروس له کبله په کورونو ناست دي، او ډېری یې پر انټرنټ وخت تېروي.

.اغلې هولي کېنګ وایي، پخوا یې پر فېسبوک یوازې ۷۴ ملګري درلودل او دا ورته ډېره خوشحاله وه و پر فېسبوک د انګلیسي ژبې له درېیو درسونو وروسته یې اوس د مینه والو شمېر ۱۸ زره کسانو ته رسېدلی دی.

خنوموړې وایي، فکر کوي چې د خپلو انلاین درسونو په اړه یې پر سم وخت او په سم ځای کې خبرتیا خپره کړه، او له همدې کبله یې دومره ډېر فالورز پیدا کړي.‌

اغلې کېنګ له ۷ کلونو تر ۱۴ کلونو د عمر ماشومانو ته د لومړي او دویم لېول یا کچې انګلیسي ور ښیی.‌ نوموړې په دې درسونو کې له املا انشا او تلفظ نیولې د شکسپیر تر شاعرۍ پورې موضوعاتو په اړه خبرې کوي.

‌د دې درسونو په ترڅ کې هغه ماشومانو ته کورنۍ دندې هم ورکوي، او دا چې درس انلاین دی نو زده کوونکي هم سملاسي ځواب ورکوي.

نوموړې دوه لوڼې لري چې کشره یې د اتو میاشتو ده،‌ نوموړې له دې مخکې په منځني ښوونځي کې ښوونکې وه.

اغلې کېنګ وایي، کله چې د کورونا وېروس له کبله ښوونځي او نور ځایونه بند شول او خلکو سره مخامخ کتل ناشوني وو نو پرېکړه یې وکړه چې خپل هنر انلاین په کار واچوي.‌‌

له همدې کبله یې پر فېسبوک د انګلیسي ژبې تدریس پیل کړ او اوس د نړۍ په څلورو لویو وچو کې یې خلک په ژوندۍ بڼه صنفونه او درسونه کتلی شي.‌

هولي کېنګ وایي، پر دې خبره ویاړي‌ چې په دې سخت وخت کې د نورو خلکو مرسته کولی شي او د هغوی پام یوې مثبتې بوختیا ته اړولی شي.‌

.‌

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button