نړیوال خبرونه

د اوبو اوبرېښنا وزارت نوی وزیر معریفي شو

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وزیر د یوې رسمي جلسې په ترڅ کې ددې وزارت کار کوونکو ته وروپیژندل شو.دا جلسه چې د یاد وزارت د غونډو په لوی تالار (هلمند تالار) کې ترسره شوه.

ښاغلی مولوی عبدالطیف منصور د چارو د ادارې د لوی ریاست د سرپرست ښاغلي مولوی احمد جان احمدي لخوا د اوبو او برېښنا د وزارت د سرپرست وزیر په توګه ددې وزارت کار کوونکو ته معرفي شو.د چارو د ادارې د لوی ریاست سرپرست ښاغلي مولوی احمد جان احمدی په هیواد کې د نظام جوړونې په اړه خبرې وکړې،

او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت په افغانستان کې د نظام جوړونې په برخه کې درانه مسؤلیتونه په غاړه لري او د اسلامي امارت مسؤلین به د خپلو کوششونو په اساس هغه شان چې د دنیا اشغالګر او مستکبرین یې په ګونډو کړه، په دې برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

په همدې حال کې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر له تېري کوونکو څخه د خپلواکۍ د تر لاسه کولو مبارکي ټولو افغانانو ته وویله او د افغانانو په یووالي یې ټیګار وکړ.

20210921 175455

ښاغلي منصور د اوبو او برېښنا وزارت د چارو سپارښتنه چې د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمومنین لخوا هغه ته سپارل شوې، یو مهم مسؤلیت یاد کړ او ددې وزارت له ټولو مسلکي کدرونو یې غوښتنه وکړه ترڅو د هیواد د اوبو درست مدیریت او د انرژي په تولید کې له هغې سره همکاري وکړي.

د دې جلسې په دوام کې د یاد وزارت مالي او اداري عمومي رئیس ښاغلي احمد رشاد حکیم، د انرژۍ د خدمتونو د تظیم لوی رئیس ډاکټر محمد عابد انورزي او د افغانستان برښنا شرکت د عمومي ریاست سرپرست صفي الله احمدزي د وزارت د کارمندانو ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او برېښنا وزارت ښاغلي وزیر منصور صاحب سره شریک کړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button