د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی
چین –
اپل شرکت چې د چینايي چارواکو په غوښتنه یې په چین کې د قران کریم تر ټولو مشهور اپلیکشن غیر فعال کړی .د قران مجید په نامه دا اپلیکشن د نړۍ په لر او بر کې د اپل له اپليکشن زېرمې ترلاسه کېدای شي او نژدې ۱۵۰ زره کسانو پرې خپل نظر ورکړی .
اوس اپل مسوولین وايي چینايي چارواکو ورته ویلي دا اپلیکشن غیر قانوني مذهبي لیکنې لري او له همدې امله غیر فعال شوی چینايي چارواکو په دې باره کی د نظر څرګندونې په ځواب کې څه نه دي ویلی د دې اپلیکشن لېرې کېدو ته لومړی ځل د اپل سانسور شپ په نامه وېبپاڼې مسوولینو پام اوښتی چې د نړۍ لر او بر کې د اپل اپلیکشنونو زېرمې مواد څاري د دې پاڼې پروژې مدیر بنیامن اسماعیل وايي اپل همدا اوس د بیجینګ سانسور په اداره بدل شوی
. دوی باید سمه لاره ونیسي او بیا چې د چین حکومت هر څه کوي باید ورسره مخامخ که څه هم د چین واکمن کمونیست ګوند اسلام په چین کې رسماً د یوه دین په توګه مني خو چینايي چارواکي د دغه هېواد په شینجیانګ ایالت کې د مسلمان ایغور لږکۍ اړوند کسانو په ډله ییزه زورونه کوی او دغه راز له بنسټیزو حقونو په سر غړوونه تورن دي
دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي
د سږ کال لومړیو کې وویل شو چې چینايي چارواکو په شینجیانګ کې په ځانګړې توګه د ایغور توکمو امامان په نښه کړي دي اپل د قران مجید اپلکیشن لرې کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو یې د خپلې تګلارې چې پکې راغلي خو دا څرګنده نه ده چې اپل په چین کې له کوم قانونه سرغړونه کړی ځکه قران مجید اپلیکشن مسوولینو لیکلي د نړۍ لر او بر کې ۳۵ میلیونه مسلمانان باور پرې کوي د یادونې ده چې روانه اونۍ اپل په چین کې د زیتونه ونه په نامه یوه بل مذهبي اپلیکشن هم غیر فعال کړی چې انجیل خپروي