سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

د ایراني قومندان قاسم رضايي څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

طالبانو د قاسم رضايي هغو څرګندونو ته چې دوی به سرحدي طالبان وروزي، غبرګون ښودلی

د طالبانو د حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي، د دوی پوله ساتي ځواکونه روزل شوي دي او د ایران دغه قومندان باید خپلو پوله ساتو ځواکونو ته روزنه ورکړي.

ذبیح الله مجاهد وايي: “زموږ ځواکونه تر ډېره حده روزل شوي دي په ځانګړي ډول هغه ځواکونه چې سرحدی برخو کې فعالیت کوي. له بده مرغه دا پېښې چې رامنځ ته کېږي یا دا څو ځلې چې تکرار شوې، دا له دې کبله نه دي چې زموږ ځواکونه بلد نه دي یا یې بې غوري کړې ده. ”

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې د خپلو امنیتي کسانو د روزنې لپاره اکاډمي او پوره امکانات لري او د پوځیانو روزنه یې روانه ده.

د ایران او طالبانو تر منځ پر پوله نښتې

د طالبانو نوموړي ویاند د وروستیو نښتو پړه په ایراني لوري ورواچوله او وویل، وروستۍ نښتې د ایراني ځواکونو د مزاحمت او د دوی له لوري لومړي ګام کې د ‌‌ډزو د پیلولو له کبله رامنځ ته شوې دي.

” اول ‌ډزې تل ایراني ځواکونه کوي زموږ لوري ته مزاحمت جوړوي، زموږ ځواکونه بیا غبرګون ته اړ کېږي. ”

طالبانو د دې غبرګون تر څنګ زیاته کړه، ایران باید په خپلو ځواکونو تمرکز وکړي چې شته باریکیانې درک کړي او پوه شي چې د پولې شاخوا سیمو کې احتیاط اړین دی.

د ایران د انتظامي ځواکونو عمومي قومندان قاسم رضايي څرګندونې

د طالبانو له غبرګون ښودلو وړاندې د ایران د انتظامي ځواکونو عمومي ځایناستي قومندان قاسم رضايي ویلي و، د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو روزلو ته یې “چمتووالی اعلان” کړی دی، ځکه دوی سم نه دي روزل شوي او تل پر پوله امنیتي ستونزې جوړوي.

زیات ولولئ: طالبان؛ له ایران سره پولې ته نږدې د بند جوړولو چارې چټکوو

دغه جګپوړی ایرانی چارواکی پر پوله د ایراني پوله ساتو او طالب جنګیالیو ترمنځ د وروستۍ نښتې له ځای څخه هم لیدنه کړې وه.

نوموړي‌ ویلي و: “څه چې پېښېږي د هغو ځینو طالب ډلګیو د بې غورۍ له کبله دي چې سرحد کې دي. ”

د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښته تېره اوونۍ رامنځ ته شوې وه چې دواړو لورو ته یې مرګ ژوبله لرله. په دې وسله واله نښته کې دوه ایراني پوله ساتونکي او یو طالب وژل شوی و. دا څوم ځل دی چې پر پوله دا ډول ستونزې رامنځته کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button