سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشر اسلام اباد ته پر رسمي سفر تللی

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پاکستان ته په درې ورځیني سفر پاکستان ته سېدلی دی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ په يوه بيان کې ويلي چې له ټولټاکنو وروسته دا دې هېواد ته د کوم ولسمشر لومړنی سفر دی چې د سیمې د سیاستونو څارونکي یې مهم سفر بولي.

ويل کېږي له ابراهیم رئيسي سره يې خپله مېرمن، د بهرنيو چارو وزير، د کابينې ځينې غړي، نور چارواکي او يو لوی سوداګريز پلاوی هم په دې سفر کې ملګرتيا کوي.

ټاکل شوې د ايران ولسمشر به له خپل پاکستاني سيال اصف علي زرداري، لومړي وزير شهباز شريف، د پارلمان مشر سردار اياز صادق او سيد يوسف رضا ګيلاني سره ليده کاته وکړي.

رئیسي به له نورو ښارونو هم لیدنه وکړي

په دغه سفر کې به ښاغلی رئيسي کراچۍ او لاهور ته هم ولاړ شي او له ايالتي مشرانو سره به ليدنې وکړي.

پاکستان په خپله خاوره د ایران توغندیز او ډرون بریدونه وغندل

د پاکستاني چارواکو په وينا د دې سفر او ليدنو کتنو موخه، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ښه کول، د سوداګرۍ، انرژۍ، زراعت او د خلکو تر منځ د اړيکو ټينګولو په برخه کې د همکاريو پراختيا شامله ده.

نور ولولئ: سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

نور ولولئ: ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

دغه سفر د ایران او اسرائیلو د کړکېچ او د پاکستان د اوسنیو سیاسی او اقتصادي حالاتو په برخه کې ځانګړی اهمیت لری.

ويل کېږي د دواړو هېوادونو مشران به د سيمې او نړۍ د حالاتو او ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې لپاره په دوه اړخيزو همکاريو هم خبرې وکړي.

د ایران او پاکستان ترمنځ ترینګلي اړیکې

د ایران ولسمشر په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د ایران او اسرائیلو شخړه خپل اوج ته رسېدلې ده او له دې وړاندې د روان کال په لومړیو کې د پاکستان او ایران تر منځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو له خوا د یو بل په خاوره بریدونه د ترهګر پر ضد عملیاتو وبلل شول.

د ايران او اسرائيلو تر منځ د شخړې په تړاو پاکستان له دواړو خواوو غوښتي وو چې د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي او د کړکېچ مخنيوی وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د اپریل پر ۱۹ مه د یوې غونډې په ترڅ کې وويل چې “د اپریل پر لومړۍ نېټه د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو غیر مسوولانه او بې پروا برید له وړاندې د بې ثباته سیمې امنیت نور له ګواښ سره مخامخ کړی دی.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button