هنر او ادب

د بالیووډ‌ فلمونو ادا کاره د نشي توکو د لېږد په تور نیول شوې ده

هغه څه چې تېره میاشت د بالیووډ فلمونو اداکارې کریسان پریرا سره وشول د بالیووډ د فلم یوې صحنې په څېر حیرانوونکي دي

۲۷ کلنې پریرا د Sadak2 او Batla House په نامه بالیووډ فلمونو کې لوبېدلې، نوموړې د اپریل په لومړۍ نېټه د هند له لویدیځ ښار بمبیې د عربي اماراتو شارجې ته الوتنه کوله چې سترګو کې یې د پرمختګ او روښانه راتلونکي ستوري ځلېدل.

خو شارجې ته سفر هغې او کورنۍ لپاره یې په یوه بد خوب بدل شو.

نور ولولئ: د هندۍ فلمي ستورې جیاخان ځانوژنې ته پر هڅولو تورن کس لس کاله وروسته بې ‌ګناه بلل شوی

نوموړې داسې مهال ونیول شوه او زنداني شوه چې ورسره لېږدوونکي یوه امانتي شي کې یې نشه یې توکي وموندل شول.

آغلې پریرا درې اوونۍ وروسته له هغې بېرته له بنده ازاده شوه چې د ممبيي پولیسو پېښه کې دوه تورن کسان ونیول.

ممبيي کې د جرمونو ترسره کولو برخه کې د پولیسو یوه چارواکي چې د پېښې د پلټونکو کسانو په ډله کې و وايي: هغه کس چې دا نشه یي توکي یې کریسان پریرا ته په ور سپارل شوي امانت کې ځای پر ځای کړي و نیول شوی دی.

د دغه چارواکي په وینا: “دا کار د یوه نانوايي څښتن انتوني پل له خوا پلان شوی او همغه اصلي تورن کس دی. نوموړي دا کار پر خپل ملګري دامودار بابهات ترسره کړی دی”.

نور ولولئ: د داعش په هکله یوه هندي فلم ناندرۍ راپورته کړې دي

نوموړي زیاته کړې، چې پلټنې ښيي دې دوو له دې وړاندې هم څلور نور کسان د روته دسیسي ښکار کړي.

پاول او ورسره دویم نیول شوي کس د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي

خو د پل وکیل حاجي دوبي د هغه پر ضد لګول شوي تورونه ناسم بللي او رد کړي يې دي.

نوموړي بابهات پړ یاد کړی او ویلي یې دي چې خپل ملګری پل یې تېر ایستلی دی او پل دې امانتي شي سره هېڅ تړاو نه لري.

نور ولولئ: د پټان فلم له ګټې یوازې شاه رخ خان ته دوه میلیارده روپۍ ورکړل شوي

کریسان پریرا وايي، د مارچ په ۲۳ مه یې مور پرمیلا پریرا ته د یوه سړي له خوا پیغام راغی چې ورته لیکلي یې و، چې په کوم ځای کې یې ورسره لیدلي او هغه اوس د یوه داسې انټرنېټې سریال د مالي تامین پر چارو بوخت دی چې غواړي د دې لور پکې ولوبوي.

د پريرا کورنۍ یې پولیسو ته شکایت وکړ او په څو ورځو کې یې شاوخوا ۱۵ ایمیلونه ولیکل چې له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزارت او د هند له کونسلګرۍ یې د مرستې غوښتنه وکړه

د کریسان له نیول کېدو یوه اوونۍ وروسته د کورنۍ نهیلې ورځ بلې ته زیاتېده، کوین پرېکړه وکړه چې پر انسټګرام او ټوېټر د مرستې غږ وکړي. په دې کار سره یو څه پرمختګ وشو.

د څلورو کسانو ځواب یې ترلاسه کړ چې ویلي یې و ورته ستونزې سره مخ شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button