نړۍ خبرونه
رجحان

د بشرپاله مرستو نړیواله ورځ؛ په نړۍ او افغانستان کې د اماراتو بشري مرستې

د متحده عربي اماراتو له افغانستان او نړۍ نورو هېوادونو سره بشري مرستې کړي او لا هم د یاد هېواد د دولت لخوا دوام لري

د جلاالتمآب شیخ محمد بن زاید په مشرۍ د متحده عربي اماراتو دولت له افغانستان، بې ځایه شوو فلسطینیانو او په نړۍ کې له نورو ګڼو هېوادونو سره د جګړېزو، طبیعي پېښو او نورو انساني ناورینونو پر مهال بشري مرستې کړي دي. 

دغه هېواد له فلسطین ناروغ ماشومان، ښځې او بوډاګان هم جوپې، جوپې په الوتکو کې د درملنې په موخه اماراتو ته انتقال کړي او هلته یې ورباندې تداوي کړي ده.

له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې

د ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې متحده عربي اماراتو په هرات ولایت کې د خونړۍ زلزلې قربانیانو ته خوراکي توکي، سرپناه وسایل او طبي خدمات ورسول. 

د عربي متحده اماراتو دولت په ۲۴ کانټینرونو کې موقت کلینیکونه جوړ کړل چې دغه کلینیکونه په مجرب طبي پرسونل او درملو سمبال وو چې هره ورځ به یې د سلګونو زلزله ځپلو او نورو ناروغانو درملنه کوله.
افغانستان,افغانستان کې د اماراتو بشري مرستې,د بشرپاله مرستو نړیواله ورځ,متحده عربي امارات

ورته مهال د عربي متحده اماراتو دولت څه باندې ۳۵ ټنه خوراکي توکي او نورې بشري مرستې د هرات ولایت زلزله ځپلو ته ورسولې او پر خلکو یې وویشلې. 

د یاد هېواد دولت په افغانستان کې د هرې طبیعي پېښې او ناورین پر مهال له افغانانو سره بشري مرستې کړي دي. 

په نړۍ کې د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

دغه هېواد د زیاتو عربي هېوادونو په پرتله په غزه کې مرستو ته ډېره پاملره کړي او مرستندویه بنسټونه، سره میاشت او دولت یې منظم کار کوي تر څو په غزه کې جګړه ځپلو سیمو ته مرستې ورسوي.

په ورته وخت کې امارات رفح ښار ته هم د مرستو جوپې رسولي چې په دغه بشري مرستو کې طبي درمل، ګرځنده کلینیکونه، خواړه، پوښاک او نور شامل دي.

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

عربي متحده اماراتو چې کومې مرستې له فلسطینیانو سره کړي، کچه یې ۱۵۷۵۵ ټنو ته رسېږي چې په ۱۶۳ کارګو الوتکو، ۲ باروړونکو کښتیو او ۴۷۶ لاریو کې غزې ته رسول شوي دي. ددغه هېواد چارواکي وايي، که د مرستو د انتقال زمینه برابره وی، نو دغه کچه به څو برابره زیاته وای.

اماراتو په هغو سیمو کې چې د تېلو کمښت و، ۶ د ډیزلو او نورو نفتي موادو پلانټونه جوړ کړل چې هره ورځ یې یو عشاریه دوه (۱.۲) ګیلنه تېل تولیدول او اړمنو ته یې ورکول.

اماراتو وخت په وخت هغه فلسطیني ماشومان چې سرطاني ناروغۍ یې لرلې یا ټپیان وو، له غزې یې متحده اماراتو ته ولېږدول او هلته یې ددوی درملنه پیل کړه.

دغه ماشومان په څو جوپو کې دغه هېواد ته د اماراتو د دولت په مرسته لېږدول شوي دي.

د روان کال د اپریل په ۲۷مه د فلسطیني ټپي ماشومانو او پر سرطاني ناروغینو اخته کسانو ۱۶مه جوپه د درملنې په موخه متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوه چې په دغه ناروغانو کې یې ۲۵ تنو عاجلې پاملرنې ته اړتیا درلوده.

د فلسطیني ماشومانو او سرطان ناروغانو ۱۶مه ډله د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د لارښوونو په پلي کولو سره متحده عربي اماراتو ته ورسیده. هغه امر وکړ چې د غزې له تړانګې څخه د ۱۰۰۰ ټپي ماشومانو او د سرطان د ۱۰۰۰ ناروغانو د درملنې لپاره دې ټول روغتونونه او طبي پرسونل چمتو شي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button