نړیوال خبرونه

د بلخ ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د تبیان په کلتوري مرکز کې چاودنه شوې ده

د بلخ ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د يوې غونډې پر مهال چاودنه شوې چې يو تن پکې وژل شوی او د خبريالانو په ګډون ۸ کسان نور ټپيان شوي

چاودنه د یوې غونډې پر مهال شوې ده چې ټاکل شوې وه په لړ کې یې په نوموړي مرکز کې خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شي.

د امنتي چارواکو په وینا دغه چاودنه نن سهار (شنبه) د مزارشريف ښار په دويمه امنيتي حوزه کې شوې ده.

د دې پيښې قربانیان تر هغه شمیر زیات دی چې د طالبانو امنیتي مسئولین یې راپور ورکوي. د عیني شاهدانو په وینا دغه چاودنه داسې مهال رامنځته شوې چې یو شمېر خبریالانو غوښتل په دغه مرکز د «خبریالانو ملي ورځ» ولمانځي.

نور ولولئ: بلخ کې د طالبانو والي وژل شوی

د بلخ ولایت د امینه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وایي، د پنځو خبریالانو په ګډون اته کسان ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي، په ټپیانو کې درې تنه یې ماشومان دي، چې تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د ښاغلي وزیري په وینا “د تبیان مرکز مسئولینو د غونډې جوړولو په تړاو له امنیتي چارواکو سره هيڅ راز اړیکه نه وه نیولې. نو ځکه یې هغه کسان نیولي چې د غونډې جوړولو چارې یې پر غاړه وې چې اوس پوښتنې ګرویږنې ترې روانې دي.”

دا په روانه اونۍ کې دویمه چاودنه ده چې په بلخ ولايت کې مرګ ژوبله اړوي

دوه ورځې وړاندې هم د بلخ ولایت مقام کې دننه په یوه ځانمرګي برید کې د دغې ولایت له پاره د طالبانو والي داود مزمل له خپلو دوو ساتونکیو سره وژل شوی و.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسئولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو تر دې مخکې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پر خبریالانو، جوماتونو، تکیه خانو، ښوونیزو مرکزونو او طالبانو د بریدونو مسئولیت د داعش ډلې منلی و.

طالبانو په وار وار د ښه امنيت ډاډ ورکړی خو په مزارشریف ښار کې په تېرو دريو ورځو کې دوه چاودنې دا ښيي چې امنيت هغسې چې دوی يې وايې ډاډمن نه دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button