نړیوال خبرونه

د بندیانو پر خلاصون په بین الافغاني مزاکراتو کې خبرې کیدایشي

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، د افغان حکومت مذاکراتي ډله له طالبانو سره مخامخ خبرو پیلولو ته چمتو ده. نوموړي یو ځل بیا وویل، د خبرو له پیلېدا مخکې د طالب بندیانو خوشي کول باید د شرط په توګه مطرح نه شي، خو په بین الافغاني خبرو کې بحث پرې کېدای شي.

ولسمشر غني دا څرګندونې د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د دویم کال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او له پارلمان یې غوښتل چې د بین الافغاني خبرو په مذاکراتي ډله کې د شاملولو لپاره پنځه غړي (درې سړي او دوه ښځې) وروپېژني.

طالبان ټینګار کوي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې دې د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی پنځه زره زندانیان خوشي کړل شي او په مقابل کې به یې دوی د افغان دولت اړوند زر بندیان خوشې کړي.

په ورته وخت کې، د افغنستان د ملي امنیت شورا له امنیتي بنسټونو غوښتي چې له طالبانو سره د بندي شویو امنیتي کسانو نوملړ چمتو کړي.

غني وویل، د افغانستان د ولسمشر په توګه نه غواړي چې یو طالب بندي هم ورسره پاتې شي، خو په وینا یې “د یوه راڼه او ښکاره میکانېزم پر بنسټ باید دا کار وشي، چې خلک ډاډمن شي له خوشي کېدو وروسته په دې کسانو کې څومره بدلون لیدلی شي.”

غني وویل، د سولې په نوي تګلوري کې باید “یو موټی مخته ولاړ شو، د سولې په اړه د افغانستان حکومت ټول تصامیم د مشورو پر اساس و او وي به.”

ده وویل، د حکومت مذاکراتي ټیم به د کب میاشتې تر شلمې چمتو شي او د سولې په تړاو هره هوکړه به د ملي شورا له تصویب وروسته د لویې جرګې لخوا هم تاییدېږي.

تېره ورځ (جمعه) په قطر کې د طالبانو د سیاسـي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، طالبان د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چمتو دي خو که له هوکړې سره سم عملي ګامونه وانه خېستل شي او بندیان خوشي نه شي نو مسؤلیت به د نورو پر غاړه وي.

شاهین پر ټویټر یوه بیان کې ویلي، د طالبانو له خوا د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره چې ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې پر لسمه نېټه پيل شي، د دوی اجنډا چمتو ده او له شوې هوکړې “سره سم پرمخ ځو، خو که یاد مذاکرات له پورته نېټې نه وځنډیږي پړه به یې د نورو په غاړه وي. “

امریکا له طالبانو سره په شوې هوکړه کې ژمنه کړې چې د پنځه زره طالب زندانیانو او زر تنه دولتي کسانو چې له طالبانو سره زنداني دي، د تبادلې لپاره به لاره هواروي.ا

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button