د بېوزلۍ د ختمولو نړیواله ورځ او افغانستان
افغانستان –
د بېوزلۍ د ختمولو نړیواله ورځ او په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي کوشش د بېوزلۍ د ختمولو نړیواله ورځ نن پر داسې وخت لمانځل کېږي چې په افغانستان کې روان اقتصادي کړکېچ ورځ تر بلې خرابیږی او د افغانستان وګړو کارونه بندیږی او بی کاره کیږی
راځۍ په یوځای پرمختګ وکړو بېوزلۍ ته د پای ټکی کېږدو او ټولو وګړو او ځمکې ته درناوی وکړو د دې ورځې لپاره سږنۍ نړیواله ناره ټاکل شوې ملګرو ملتونه اندېښنه لری چې په افغانستان کې اتلس میلیونه وګړی لومړنیو توکو ته لاسرسی نلری او یو میلیون کوچنیان پکې د کمزورۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي د نړیوال بانک لخوا د سږکال په اوړي کې د خپره شوي افغانستان د نړۍ شپږم ډېر بېوزلی هېواد بلل شوی داسې مهال کې چې طالبانو واکمنۍ نژدې دوه میاشتې پوره کېږي
افغانستان د اقتصادي ناورین او نغدو پیسو د ختمېدو له خطر سره مخ دی. یو شمېر نړیوال مشران غواړي چې له افغانستان سره مالي مرستې د طالبانو له طرفه د بشري حقونو له مراعت کول شرط دی خو د ایټالیا لومړی وزیر ماریو دراګي چې تېره اونۍ یې د افغانستان په هکله د جي – ۲۰ غونډې مشري وکړه وویل، هدف یواځی د بشري ناورین مخنیوی دي د جي – ۲۰ په دغه غونډه کې په ټولیز ډول د یوه میلیارد ډالرو د مرستې خبره شوې یواځی اروپايي ټولنه به ۳۰۰ میلیونه یورو د بې ځایه شویو خلکو په سرپنا بشري حقونوپه ساتنه
او واکسینو په بهیر لګول کیږی نوری ۲۵۰ میلونه یورو په بیړنی حالات لګول کیږی دغه ټولنې د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي چې د مرستو رسولو چاره کې دې په رېښتينولې لاس واړوي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش له نړیوالې ټولنې غوښتی چې د افغانستان اقتصاد سقوط نه وژغورې بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي له دې مخکې خبرداری ورکړی چې افغانان باید د طالبانو له امله د نړیوالې ټولنې له لوری په ډله ییزه توګه مجازات نشی نوموړي ویلي، اوسنی ناورین حالات لږ تر لږه پر ۱۸ میلیونو انسانانو اغېزه کړی
دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی