نړیوال خبرونه

د تاجکستان ملي پوهنتون ولسمشر غني ته افتخاري دوکتورا ورکړه

د تاجکستان ملي پوهنتون ولسمشر غني ته افتخاري دوکتورا ورکړه د تاجکستان ملي پوهنتون ولسمشر محمد اشرف غني ته په علمي برخه کې د کړو خدمتونو له امله افتخاري دوکتورا ورکړه او همدا راز د دواړو مملکتونو ترمنځ په پنځه برخو کې مهم تړونونه هم امضاء شول

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمد اشرف غني چې پرون د يو لوړپوړي هيت په مشرۍ تاجکستان ته په سفر تللى دى، د تاجکستان ملي پوهنتون د هغه هڅې ستايلي دي او د سيمې په خېر يې بللي دي.ولسمشر غني همدا راز د تاجکستان ملي پوهنتون زده کړيالانو ته وېنا هم وکړه او وې ويل، چې زه ١٧ کاله معلم پاتې شوى يم او ستاسې له خوا راکول شوې دوکتورا ماته ستر وياړ دى.هغه دا به دافغانستان غیب ولس ته ډالی کوم.

ښاغلي غني همدا راز وويل، چې هيله يې دا ده چې کله يې د ولسمشرۍ دوره پاى ته ورسېږي، نو يو ځل بيا بېرته خپل پخواني مسلک معلمۍ ته ستون شي او زده کړيالانو ته درس ورکړي.نوموړی وویل چې ځما معلمي یا استاذی ډېره خوښه ده او هڅه مې کړې چې د خپل وطن خدمت په دې برخه کې وکړم.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې نړۍ په بې ساري ډول بدله شوې ده، پوهنتونونه د پخوا نه بدل شوي دي او د شلمې پېړۍ تحصيلي سيسټم د يوويشتمۍ پېړۍ د تحصيلي سيسټم ځواب نه شي ويلى، د کورونا وبا موږ ته وښودله چې تحصيلي برخه به ډيجيټل کېږي.هغه ویلي باید ټول زدکړیالان په مسلکونو ډېر تمرکز وکړي او ځانونه باید مسلکي کړي.

20210330 154137

جمهور ریس غني دا هم وويل، چې نن له دولتونو څخه د ملتونو غوښتنې هم د پخوا په پرتله توپير لري او دولت اړ دى چې خلکو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي او په دې برخه کې د پوهنتونونو رول ډېر مهم دى.هغه وای زه غواړم چې افغانستان او تاجکستان تحصیلي برخو کې لا زیات تړونونه لاسلیک کړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button