کورني خبرونه

د ترکمنستان چارواکي کابل ته د ټاپي پروژې لپاره سفر کوی

 کابل  کابل

د ترکمنستان چارواکي به روانه اوونۍ کابل ته سفر وکړي څو له طالبانو سره د ټاپي پروژې د کار د بهیر په اړه خبرې وکړي. د ګازو د نل ليکې دغه پروژه له ترکمستان څخه د افغانستان او بيا پاکستان له لاري هند ته ګاز  ورسوي

د طالبانو د کانونو او پتروليم وزارت سرپرست وزير محمد عيسی اخوند  د چهار شنبې په ورځ په خپرې شوې يوې اعلامیې کې ويلي موږ له يو څه مودې رادیخوا په دې برخې کې ډېرې هڅی کړې او چمتو يوو چې پر ټاپي پروژې د کار پيل کولو ویاړ لاس ته راوړو . طمع کيږي چې د ټاپي د ګازو نل لین به هر کال د کابو ۱۸۰۰ کیلومترو په واټن کې ۳۳ ميليارده متر مکعب طبيعي ګاز د ترکمنستان له ګالکينش څخه چې د نړۍ د ګازو دويمه ستره زيرمه ده د پاکستان پولی  تر څنګ د هند د پنجاب ايالت فاضلکه سيمې ته رسیږی

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د ګازو دغه نل ليکه چې د افغانستان په هرات او کندهار ولايتونو کې تيريږي پاکستان ته تیریږی  او له هغه ځايه بيا هند ته رسيږي د کانونو او پتروليم وزارت په اعلامیه کې ويل شوي چې محمد عيسی اخوند د ترکمنستان د پلاوي د دوه ورځني سفر تر مخه چې د شنبې ورځې له پاره په پام کې نيول شوی د دغه هيواد له سفير سره ليدلي د ټاپي پروژې کار په ۲۰۱۸م کال کې په افغانستان کې پيل شو. هغه وخت  طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت پر مقابل جګړه کوله

خو د ټاپي پروژې ملاتړ يې اعلان کړی  او له دې پروژې سره یې د مرستی ژمنه کړې افغانستان چې له پخوا رادیخوا د انرژۍ له سختی  ستونزې سره مخ دی د دې نل ليکې د ۵ سلنه ګازو  لاسته راوړلو  طمع  لري.

 د ګازو پاتې برخه به بيا پر هند او پاکستان مساوی ويشل کيږي. تر  دې برته  به افغانستان د ترانزيت په بدل کې په سونو میليونه ډالرعوايد هم لاسته راوړی

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button