نړیوال خبرونه

د ترکیې کنفرانس به د افغان سولې په اړه مهمه پرېکړه وکړي

 د ترکیې کنفرانس به د افغان سولې په اړه مهمه پرېکړه وکړي.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې کنفرانس او په یاد کنفرانس کې د موضوعاتو په اړه بیان ورکړې او ویلي يې دي چې د خبرو نهايي لوری به په همدې کنفرانس کې وټاکل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پر ترکیه کې جوړیدونکی کنفرانس به دافغان سولې نهايي لوری و ټاکي دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیډ پراس کړې یاده غونډه به د افغان مرکه چي پلاوي سره د سولې خبرو کې ډېره مرسته وکړي.هیله کیږيچې روانه میاشت به د افغان سولې پر تړاو د طالب او افغا دولت پلاوی په حضور د سیمه ییزو هېوادونو امریکا په ګډون استانبول کې لوی کنفرانس ترسره سي چې ګډونوال به يې  د افغان سولې پروسې د چټک والي، راتلوونکي نظام جوړښت او جګړې ختم لپاره پر یو لړ مهمواجنډاو باندې بحثونه وکړي.

لکه څنګه چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا کنفرانس مهم  بللی په کور دننه افغانستان يې هرکلی سوی او یو شمېر بهرنیو هېوادونو هم دا کنفرانس خورا مهم بللی.یاد کنفرانس پر داسې موقع ترسره کیږي چې د مي میاشت په را رسیدلو ده او دې میاشتي وروسته باید هیڅ بهرنی سرتیر په افغانستان کې نه وي ځکه تیر کال امریکا او طالبانو د دوحې تړون کې همدا پریکړه کړې وه چې دې هېواد کې به ټول بهرني سرتیري د مي تر میاشتي له افغانستانه وزي.

img 20210403 161353

خو په دې اړه ناټو او امریکا وايي چې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه سرتیري نه زر نشي ویستی.د ترکیې کنفرانس په اړه دا هم ویل شوي چې ښايي له طالبانو سره پر دې هم خبرې وشي چې ټول بهرني سرتیري باید تر راتلوونکې ډسمبر میاشتي له  افغانستانه وباسي

ځکه اوس په افغانستان کې د میشتو عسکرو هېوادونه وايي چې وخت کم دی او په دومره لنډه موده کې نه سي کولای چې ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.عام افغانان هم د ترکیې کنفرانس ته زیاتي هیلې  لري او وايي چې د ترکیې کنفرانس ته هیلې لري ترڅو نور دا اوږد مهاله جګړه پای ته ورسیږي او دایمي سولې ته لار هواره شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button