نړیوال خبرونه

د جلال آباد ډېر پخوانۍ دمملې باغ د ورانېدو په حال کې دی

د جلال آباد ډېر پخوانۍ دمملې باغ د ورانېدو په حال کې دی د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د شاه جهان پاچا له طرفه جوړ شوی د مملې باغ په خرابېدو دۍ او ودانۍ ېې د کار څخه وتلی ده. او ددغه سیمې خلک د دولت نه غواړي چې دغې باغ ته دې پاملرنه وکړي

دننګرهار ولایت ځايي خلک وایي یاد باغ د بازې جګړو او په اوسنۍ وختونو کې د دولت او طالبانو په جګړو کې خراب شوی خو اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې دولت ېې باید جوړ کړي، د مملې باغ چې د جلال اباد ښار څخه شاوخوا ۷۰ کیلو متره وړاندي موقعیت لري د هېواد له بېلابېلو سیمو ورته سیلانیان د چکر او میلو لپاره ورزي او هلته د دغه باغ نه لیدنه کوي،

د دغه زاۍ مشران او د سیمې سپین ږیري وايي دمملې باغ ۴۲۰ کاله وړاندې د شاه جهان پاچا د واکمنۍ په پېر کې د هغې د لور نملي په نوم ېې بنسټ بیخۍ وو، دغه مشران وايي د کورنیو جګړو پر مهال يې دغه باغ د قومي تړون په اساس ساتلی او اوبه يې ورته په بیعه اخیستي خو اوس د دغې باغ ډېری برخې خرابې شوي او وايي حکومت ورته پام ندۍ کړۍ،

دويي زیاتوي اوس په سیمه کې کاملاً امنیت شته که څه هم مخکې د طالبانو سره وو خو اوس پکې امنیت دۍ، دغه باغ کې ډېر تاریخي زایونه پکې شتون لري ، دلته په یوه سیمه کې خلک د ساعت تېرۍ لپاره سترګي پتوي خو تر ټاکلي هدفه نه شي رسېدلید باغ چکر او میلي ته تللي خلک وایي ډېر کوښښ يې وکړ چې ټاکلي هدف ته په پټو سترګو ورسیږي خو په خبره يې رسېدل ورتهسخت دۍ،

ولایتي چارواکې وايي د نملې باغ چې په میمله باغ مشهور دی د رغېدو لپاره يي پلانونه لري.دوی وايي دغه باغ د کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وو خو له تېرو دوه کلونو راهیسې د حکومت په کنټرول کې دی او ډلې ډلې خلک دې باغ ته د میلو لپاره ورځي.ننګرهار د تفرېح او ساعت تېرۍ لپاره ډېر ځایونه لري خو حکومت ورته خاصه پاملرنه نه ده کړې.

اوس د افغانستان ډېری خلک ختیځ او په ځانګړې توګه ننګرهار، کونړ او نورستان ته د سیاحت لپاره ورځي، ننګرهار ولایت ته د ننګرهار نملي باغ، د دره نور درو او د کامې شیریخ ته په میلو ورځي. د نورستان او کونړ له جګو غرونو ځنګوونو او شنیلیو یا شنو سیمو څخه لیدنه کوي.اوږ عمدغه زاۍ کې سات تیري کوي،

دولت باید دغه باغ ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو دغه باغ بیرته بحال شي او د پخواني حالت نه نور هم ښه شي ځکه د ننګرهار خلک دغه باغ ته د چکر لپاره زي او خپله سات تیري کوي نو که دا باغ په سمه توګه جوړ نشي نو زايي خلک به د سات تیرۍ نه محروم شي که مونږ اوګورو په دغه ولایت کې د دې نه پرته کوم داسې ځاۍ نشته چې هلته پکې د کلیو او بانډو نه خلک راشي او سات تیري وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button