لوبې خبرونه

د جلال اباددبهسودو کرکټ ګراونډد نجيب ترکي په نوم ونومول شو

د جلال اباددبهسودو کرکټ ګراونډد نجيب ترکي په نوم ونومول شو.ای سي بي د ارواښاد نجيب الله ترکي په نوم په ننګرهار کې د بهسودو کرکټ لوبغالى ونوماوه او له دې وروسته به دغه ګراونډ نجيب ترکى کرکټ لوبغالى په نوم يادېږي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي په خپل غفیسبوک پیچ لیکي چې نجیب ترکی ځلانده ستورى و، هېواد او کرکټ سره يې خورا ډېره مينه درلوده او د غوره اخلاقو يوه ښه بېلګه وه.فرهان يوسفزي ليکلي دي: د هغه مړينه د کرکټ کورنۍ او د ټولو افغانانو لپاره نه جبرانېدونکې ضايعه ده. د نوموړي ياد د تل پاتې کېدو په پار مو نن د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالى د هغه په نوم ونوماوه، چې له دې وروسته به د نجيب ترکي کرکټ لوبغالي په نوم مشهور وي.

هېره دې نه وي ملي لوبډلې لوبغاړى نجيب ترکى څو ورځې وړاندې په جلال اباد کې د موټر په ټکر کې سخت ټپي شوى و، چې دوه ورځې وړاندې پخ حق ورسېد. د هغه په مړينه نه يوازې دا چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو، د کرکټ مينه والو خپګان ښکاره کړ، بلکې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون، ټولو سياسي چارواکو او د کرکټ نړيوالو لوبغاړو او نورو سلګونو زره کسانو د هغه په مړينه خفګان ښکاره کړ.

دترکي له مړينې وروسته يو شمېر ژورنالستانو کرکټ بورډ څخه غوښتنه کوله، چې د بهسودو کرکټ لوبغالى دې د نجيب ترکي په نوم کړاى شي او همدا راز له هغه سره د ترسره شوي قرارداد پېسې دې هم د هغه کورنۍ ته ورکړي او د ياد قرارداد له ختمېدو وروسته دې د هغه پېسو نيمه برخه د دوى کورنۍ ته ورکوي.

بل خوا بیا يو شمېر کسانو بيا په کرکټ بورډ او ځينو لوبغاړو نيوکې هم وکړې او وې ويل چې د نجيب ترکي حق ځينو لوبغاړو خوړلى و او د دوى له امله هغه ونه شول کولاى چې په ملي لوبډله کې ډېرې لوبې ترسره کړي. هغه یو تکړه او با استعداده لوبغاړۍ وو او هر وخت چې ېې ملي ټيم لپاره لوبه کړې ویاړونه ېې راوړي دي.

د جلال اباددبهسودو کرکټ ګراونډد نجيب ترکي په نوم ونومول شو
د جلال اباددبهسودو کرکټ ګراونډد نجيب ترکي په نوم ونومول شو

او د افغانانو سر ېې د فخر سره اوچت کړی دی. اوس باید د هغه کورنی یو غړی ملي لوبډلې کې شامل کړي تر څو د هغه تشه پوره شي. د دې تر څنګ باید د نوموړي کورنی سره نوره مالي مرسته هم وشي تر څو د هغه کورنی د هغه نشتون په اسانه سره واخلي او غم ېې کم شي. ځکه چې نوموړی بچیان لري او هغه اوس یتیمان دي او د نفکې ېې څوک نشته. باید دولت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button