نړیوال خبرونه

د جنرال دوستم د مارشالۍ رتبېفرمان ولې نه لاسليک کيږي؟

د عبدالله او د ولسمشر غني د سیاسي توافق نامې څه د پاسه شل ورځې وشوې خو لاهم د جنرال دوستم د مارشالۍ رتبې فرمان ندۍ لاسلیک شوۍ. د دويي د سیاسي تواقق له مخې به عبدالله ته ۵۰ سلنه واک ورکول کيږي او او ددوستم به د مازسالۍ رتبه هم ورکول کيږي.

همداراز د سياسي واک له وېش وراېخوا ياده سياسي هوکړه کې ډاکټر عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر او د هېواد دويم سړی او ډول جنرال دوستم په کې د مارشالۍ رتبه ورسېده.خو د دغې سياسي هوکړې نېږدې شل ورځې کيږي او ولسمشر غني د جنرال دوستم د مارشالۍ رتبې فرمان نه دۍ لاسلیک کړۍ.

د ماشارشالۍ رتبې ترڅنګ، جنرال دوستم د ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي واک په وېش کې د ملي امنيت شورا غړی په توګه هم نظر کې نیول شوۍ دجنرال دوستم وياند او يو شمېر نېږدې کسان وایي چې نوموړی به ځانګړو مراسمو سره کابل ته راځی او د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا به ورته د مارشالۍ رتبه ورکول کيږي. 
خو ځينې سرچينې وايي چې د عبدالله عبدالله، جرنال دوستم او ولسمشر غني ترمنځ د مارشالۍ رتبې د ورکړې په اړه اختلاف شتون لري. سرچينې وايي چې  ولسمشر غني هڅه کوي، چې حنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې په ورکولو سره نوموړی د هېواد افتخاري مارشال کړي، کوم څه چې عبدالله عبدالله او په خپله جنرال دوستم نه مني. 

جنرال دوستم د مارشالۍ رتبه په سوشل ميډیا کې ډېر غبرګونونه لري او داسې يو کس ته چې  د هېوواد په کورنيو جګړو پر وژنو، ورانۍ او ظلم تورن دی،نو څنګه ورته د مارشالۍ رتبه ورکوې بازې پوځي شنونکي وايي چې  د مارشالۍ رتبه هغه وخت يو کس ته ورکول کيږي، چې د يو بهرني هېواد د يرغل او جګړې پر وړاندې درې ځلې پر له پسې بريا اخېستې وي، او جنرال داسې هېڅ کومه مخېنه نه لري. 

ریس جمهورغني د هېواد دننه او يو شمېر بهرنيو هېوادونو فشارونو اړوند اړ شو، چې عبدالله عبدالله سره سیاسي توافق وکړي او په دې جوړجاړي کې اړ شو چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه هم په نظر کې ونیسي.

خو اټکل داسې کيږي، چې ولسمشر غني په دې جنرال دوستم د مارشالۍ ارمان هغه ډول چې د نوموړي او ملاتړو غواړي وربه ېې نه کړي دا مارشالي به يا افتخاري وي او يا به پرته له کوم ځانګړو مراسمو د يو فرمان په ډول ورکړل شي چې تاريخ کې به یادیږي.

ټول هیواد وال غواړي چې ولسمشر غني باید جنرال دوستم ته مارشالي رتبه چې څنکه ېې دويي غواړي ورنکړي او باید هيڅ قسم شرطونو ته ورته غاړه کې نه ګدي ترڅو دوي ته معلومات وشي چې د مارسالۍ دومره غټه رتبه دسې په اسانه چا ته نا ورکول کيږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button