نړیوال خبرونه

د حکومت تازه ګمارنې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې د کابینې یو شمېر پاتې وزارتونو او مرستیالۍ ته نوي څانګوال ټاکلي، چې نومونه یې په لاندې ډول دي.

  • د پنجشیر ولایت اوسیدونکی د هېواد ملي سوداګر حاجی نورالدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه.د بغلان ولایت اوسیدونکی ملي سوداګر حاجی محمد بشیر د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په توګه.د سرپل ولایت اوسیدونکی ملي سوداګر حاجی محمد عظیم سلطان زاده د سوداګرۍ وزارت د دوه یم مرستیال په توګه.محترم ډاکتر قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه.ډاکټر عبدالباری عمر د روغتیا وزارت د مرستیال په توګه.همدارنګه داکټر محمد حسن غیاثي د روغتیا وزارت د دوه یم مرستیال په توګهصدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه.
20210921 122214

ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه.انجنیر نظر محمد مطمین د اولمپیک ملي کمېټي د سرپرست په توګه.انجنیرمجیب الرحمن عمر د برښنا او انرژي وزارت د مرستیال په توګه.حاجی غلام غوث د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال په توګه.

ډاکټتر محمد فقیر د مرکزي احصائې د ادارې د سرپرست په توګه.ګل زرین کوچی د سرحدونو وزارت د دوه یم مرستیال په توګه.قومندان ارسلا خروټی د کډوالو چارو وزارت د مرستیال په توګه.دوکټور لطف الله خیرخواه د لوړو زدکړو وزارت د مسلکی مرستیال په توګه.

انجنیر نجیب الله د اټومي انرژۍ د مشر په توګه.حاجي ګل محمد د سرحداتو وزارت د مرستیال په توګه.د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ګمارنو کې تر ډېره مسلکیتوب په نظر کې نیول شوی، چې له بشپړېدو سره به د حکومت چارې نورې هم ښې او کابینه معیاري‌ شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button