هنر او ادب

د خبرو کولو مهارتونه: څنګه په هره ټولنه کې په زړه پورې خبرې وکړو؟

په دې مقاله کې به تاسو د خبرو کولو مهارتونه او د بیان د فن اصول زده کړئ. موږ دلته هغه لارې چارې او تمرینونه درښیو چې په مرسته یې کولی شئ په کار ځای او ټولنیزو ناستو کې خپل اغیز ډیر کړئ او پر ځان باور پیدا کړئ.

په دې مقاله کې د دې ترڅنګ چې د بیان فن تعریف کوو او په ژوند کې یې پر اهمیت غږیږو، تاسو ته ځینې داسې تمرینونه هم درښیو چې په مرسته یې کولی شئ په هر ډول مجلس او ټولنه کې په اصولي او غوره توګه خبرې وکړئ. په حقیقت کې د دې لیکنې په پای کې به تاسو د خبرو کولو مهارتونه زده کړئ؛ نو تر پایه له موږ سره اوسئ.

اړوند مطالب:

د مدیریت پېژندنه، د هغې مهارتونه او دندې

د خبرو کولو مهارتونه او د بیان فن څه شی دی؟

د بیان فن په حقیقت کې د ښو خبرو کولو د مهارت په معنا دی. فن بیان له نورو سره د اړیکې نیولو لپاره د مناسبو تګلارو ټاکل دي. دا اړیکه کیدای شي لیکني، ګفتاري (خبرې) او حتی دیداری او یا اوریدونکي وي.

کله چې موږ له مختلفو خلکو سره د یوې واحدې موضوع په اړه خبرې کوو، د مخاطبانو د هرې ډلې لپاره باید جلا تګلاره ولرو. د مثال په توګه، له یو لوړپوړي دولتي چارواکي سره زما د خبرو کولو طریقه حتماً له یو عادي کس سره د خبرو کولو له طریقې سره توپیر لري.

download 17 1024x683 1

ولې د دې مهارت زده کړه اړینه ده؟

د ښو خبرو کولو او فصیح بیان درلودل یوازې د ویناوالو یا ښوونکو لپاره نه دي. دا یو اړین او ټولیز مهارت دی چې موږ د ډیرو او غوره اړیکو جوړولو ته هڅوي. که څوک ښه بیان ولري، نو دا زمینه ورته برابریږي چې یو ښه ویناوال، مذاکره کوونکی او ښه ښوونکی شي.

دا هم ولولئ:  ولسمشرغني غزني ته سفروکړ

د څیړنو له مخې، زموږ ۴۳٪ اړیکې په اوریدلو او ۳۲٪ په خبرو کولو تیریږي. دا شمیرې د پام وړ دي! زموږ ۷۵٪ اړیکې کلامي (د خبرو له لارې) دي، نو که موږ د خبرو کولو مهارتونه ونه لرو، نشو کولی ښې اړیکې جوړې کړو.

هر څومره چې موږ اغیزناکې خبرې کول زده کوو، هغومره مو له خپل ځان څخه ذهني انځور ښه کیږي. دا مثبت انځور زموږ په کاري، ټولنیز او شخصي ژوند کې زموږ فعالیتونه غوره کوي. روانپوهان وايي چې ستاسو د ځان باورۍ کچه یا “له ځان سره ستاسو د مینې اندازه” ستاسو د ژوند کیفیت ټاکي.

په کار ځای کې د خبرو کولو مهارتونه ولې مهم دي؟

په کاري چاپیریال کې ښه بیان درلودل، په نننۍ ټولنه کې یوه جدي اړتیا او یو رقابتي امتیاز ګڼل کیږي. هغه څوک چې مسلکي خبرې کوي او کلامي مهارتونه لري، په کار ځای کې ډیر ژر د پاملرنې وړ ګرځي او دنده یې ژر ارتقا مومي.

ما په کاري چاپیریالونو کې لیدلي چې په لوړو څوکیو ناست کسان اکثراً ښه بیان او د کلام قدرت لري. شاید تاسو هم د “خوش ژبې” اصطلاح اوریدلې وي. په یو شرکت کې د پلور مدیر چې ما پیژنده، داسې عالي بیان درلود چې له هر چا سره یې په هر ډول شرایطو کې غوره اړیکه نیوله. همدې وړتیا هغه ته په کار ځای کې لوړ مقام او درناوی وربخښلی و.

برعکس، یو بل همکار چې په تخنیکي کار کې ډیر تکړه و، خو د مناسب بیان د نشتوالي له امله یې رنګ تت و او چا ورته ډیره پاملرنه نه کوله. ځینې مدیران خو حتی د کارکوونکو د ګمارلو پر مهال اصلي معیار همدا “سر او ژبه” یا د بیان ځواک ګڼي.

دا هم ولولئ:  د اختر کیسې او کاسې
Public Speaking Speak with Confidence Clarity and Charisma e1752046164728

د اغیزمنو خبرو کولو څو مهم تخنیکونه

د دې لپاره چې د خبرو کولو مهارتونه مو پیاوړي شي، لاندې ټکو ته پام وکړئ:

۱. اغیزمنه د سترګو اړیکه (Eye Contact):

په وړو مجلسونو کې له ټولو سره د سترګو اړیکه نیول اسانه دي، خو په لویو غونډو کې څه باید وکړو؟

په لویو غونډو کې تل داسې دوه یا درې کسان پیدا کړئ چې مثبت وي. هغه کسان چې حتی که تاسو غلطي هم وکړئ، لبخند وهي او ستاسو خبرو ته په مینه غوږ نیسي. کله نا کله هغوی ته وګورئ او اجازه ورکړئ چې په خپلو مثبتو نظرونو ستاسو ملاتړ وکړي. دې کار سره ستاسو باور او ډاډ زیاتیږي.

۲. د خبرو مناسب سرعت ټاکل:

شاید تاسو هم له داسې پلورونکو سره مخ شوي یاست چې دومره په تیزۍ خبرې کوي چې بل چا ته د ساه اخیستلو فرصت نه ورکوي، یا برعکس دومره ورو ږغیږي چې سړی ستړي کوي.

تاسو باید د خبرو کولو مناسب سرعت پیدا کړئ. نه ډیر تیز او نه ډیر ورو.

Public speaking skills high fidelity v2 2x

تمرین: خپل غږ په مختلفو سرعتونو (یو ځل تیز، یو ځل ورو او یو ځل نورمال) ثبت کړئ او بیا یې واورئ. دا ساده تمرین تاسو سره مرسته کوي چې خپل سرعت کنټرول کړئ.

۳. د بدن ژبه (Body Language):

که د خبرو پر مهال د بدن ښه ژبه ونه لرئ، د خلکو پام یوازې ستاسو حرکتونو ته اوړي. د بدن په حرکاتو کې افراط او تفریط مه کوئ. د دې لپاره چې ښه باډي لنګویج ولرئ، د مشهورو ویناوالو الګوګانې وګورئ او د هغوی له حرکاتو زده کړه وکړئ.

دا هم ولولئ:  د پاکستانۍ موډلې په اړه د مذهبي ډلو غبرګونونه

کله چې موږ وکولی شو په ځان کې د خبرو کولو مهارتونه پیاوړي کړو، نو له خپل رئیس، همکار، مشتریانو او د ژوند له ملګري سره به عالي اړیکې ولرو. دا ډول اړیکې هم زموږ د پرمختګ او هم د سازمان د ګټې لامل ګرځي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button